اسعداباد(پژواک،١٩ليندۍ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو لويه لاره د خلکو پرمخ تړلې ده.
د کونړ ولایتي شورا مرستیال انجنير محمد اسماعیل شینواري د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له څو ورځو راهيسې د کونړعازي اباد ، ناړۍ او د نورستان د کامديش او برګمټال ولسوالیو لاره دوسله والو له خوا تړل شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې لاره دغازي اباد ولسوالۍ اړوند په ډب بروړو او ساو کې وسله واله والو مخالفينو دعامو خلکو پرمخ تړلې ده.
دده په خبره ، ولايتي شورا هڅه کوي ، چې دغه ستونزه د جرګې له لارې حل کړي .
دکونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک سره په خبرو کې ددغې لارې بندیدل ومنل او زياته يې کړه، چې وسله والو طالبانو په غازي اباد ولسوالۍ کې پر خلکو د څښاک د اوبو نلونه هم بند کړي.
هغه وايې، وسله وال ښځو ته هم د دې اجازه نه ورکوي ، چي له سیند څخه خپلو کورونو ته د څښاک اوبه یوسي.
نوموړي وويل، د معلومات له مخې، پرياده لاره کې وسله والو د جنازې موټر ته هم د تيريدو اجازت نه ده ورکړي، چې دغه کار داسلامي اصولو خلاف عمل دى.
والي له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې، چې لاره دې خوشې کړي او عامه خلکو ته دې تکليف نه ورکوي.
د حاجي ګل محمد په نوم دعازي اباد ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې په خپلو سترګو يې وسله وال طالبان ليدلي، چې ديادې لارې په اوږدو کې ټوپک په لاس ولاړ وو.
دده په خبره، موټر خو بند دي خو پلي کسانو ته هم د تيريدو اجازه نه ورکول کيږي.
د يادولوده، چې دکونړ د ناړۍ ،غازي اباد او د نورستان دکامدېش او برګمټال ولسوالۍ د کونړ له مرکز اسعد اباد سره نښلوي او ددغو سيمو اوسيدونکي په همدغه لارتګ راتګ کوي .
تراوسه وسله والو طالبانو ديادې لارې د تړلو په اړه څه نه دي ويلي .