Language

د هلمند قېمتي ډبرې او فلزات د نا امنيو له امله قاچاق کېږي

لښکرګاه (پژواک،٢٠ ليندۍ٩٢) : د هلمند د کانونو رياست چارواکي وايي، چې  ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې لږ تر لږه ١٦ بېلابېل ډول کانونه شتون لري ، چې که په سمه توګه را واېستل شي، د هېواد ډيرې اړتياوې به پوره کړاى شي.

د  ياد ولايت دکانونو ريېس عصمت الله شمس پژواک اژانس ته وويل ، چې که  څه هم دوى تردې مهاله د کانونو را ايستلوته چمتوالى نه لري ، خوپه دې ولايت کې بېلابېلې قيمتي ډبرې،فلزات اومعدني مواد لکه يورانيم،مګنيت،ايپاتيت،دکاربوناتي موادوکرښې،قلعي،سرب،درخام ډبرې ،جست،ګچ، سرب،سيماب ،ولفرام،ولفرام طلا،مسکويت، مولبدين،ايپدوت شتون لري.

د هغه په وينا، يواځې د رخام ډبرو د را اېستلو قرار داد له  پنځو شرکتونو سره  شوى ، خو ددې تر څنګ د رخامو را وېستنه په ناقانونه او خپلسرې بڼه دوام لري.

 شمس همدارنګه زياته کړه ، چې په دې ولايت کې د شته نا امنيو له امله  افغاني او پاکستاني قاچاقبران د رخام ډبرې قاچاق کوي او ددې ولايت د (( بنادر)) سيمې له لارې يې پاکستان ته لېږدوي.

نوموړي زياته کړه، چې ددې ولايت په دېشو ولسوالـۍ کې شته د رخام ډبرې چې په لرو پرتو ، هوارواونيمه هواروسيموکې شتون لري، دقانوني کيندنو ترڅنګ له دې امله په  ناقانونه ډول  وړل کېږي،چې په  ياده سيمه کې امنيت  او امنيتي ځواکونه  نشته.

هغه وويل ، چې دافغاني قاچاق وړونکو ترڅنګ پاکستاني قاچاقبران هم په دغه سيمه کې د رخام ډبرې ،پاکستان ته وړي.

د هلمند ولايت د کانونو رييس  وايي، چې د هلمند په سرحدي ولسوالۍ خانشين کې، چې له مرکز لښکرګاه څخه سوېل ته په نږدې١٦٠ کيلومترۍ کې له پاکستان سره پر پوله پرته ده،  څلور ډوله  قيمتي مواد شتون  لري.

دده په خبره،چې په ياده ولسوالۍ کې يورانيوم،مګنيتيت،ايپاتيت او دکاربوناتي موادو کرښې تثبيت  شوې دي.

دغه راز نوموړي وويل ، چې قلعي،سرب ، د رخام ډبرې او جست بيا همدې ولسوالۍ ته  څېرمه  له لښکرګاه څخه په ٢١٥ کيلومتره  لرې بلې سرحدي  ولسوالۍ ديشوکې زېرمې لري.

دکانونو رييس زياته کړه، دا هغه مواد دي ، چې له وړاندې تثبيت شوي او دهمدې ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې دي، چې له دې جملې څخه يواځې د رخام ډبرې،  ځينې دقرار داد په شکل او ځينې نورې يې بياپه قاچاق ډول سره وړل كيږي.

د نوموړي په خبره، دغه راز ددې ولايت په موسى کلا،سنګين،کجکي نوزاد او واشير ولسواليو کې هم ډول ډول کانونه شته، چې ټول يې تردې مهاله په سمه  توګه نه دي تثبيت  شوي.

دده په خبره، په يادو پنځو واړوولسواليو کې ، چې دهلمند په شمال  ختيځ،شمال او  شمال لوېديځ کې له  لښكرګاه څخه په٩٠ تر١٤٣ کيلومتره فاصله كې پرتې دي  ګچ ، سرب، سيماب ،جست ،ولفرام،ولفرام طلا،مسکويت، مولبدين،ايپدوت او طلا مس پيدا کېږي ، چې دتثبيت   او په کار اچلو  لپاره يې  ځانګړي پلانونه په کار دي.

نوموړي وويل، چې هلمند د هېواد دنورو ولايتونو په پرتله په  ياده  برخه کې خورا غني ولايت دى او د نورو اقتصادي سرچينو ترڅنګ يې دا برخه دپام  وړ ده.

شمس وويل، دکانونو دوزارت دتګلارې پربنسټ، چې دکانونو په را ايستلو کې غواړي خصوصي سکتور ته وده ورکړي، په  هلمندکې يې هم دهمدې اصولو له مخې، له پنځو شرکتونو سره  د رخام  د ډبرو د را اېستلو  قرار دادونه کړي دي.

دده په خبره ، دغه شرکتونه له  شويو قرار دادونو  سره سم  ډبرې له کانونو راباسي او په هر درې  مياشتو کې ټاکل شوي قيمتونه او اجاره دکانونو وزارت ته ورکوي.

نوموړي وويل، له يادو موادو څخه، چې تثبيت شوي اويا هم نه دي تثبيت شوي يورانيوم، سرب، اپاتيت ،مګنيتيت،قلعي ،کار بوناتي مواد اوجست په هيڅ سيمه کې نه دي را ايستل شوي.

دده په خبره، يادو موادو د راايستلو لپاره  ځانګړي وسايل او مواد په کار دي، چې تر دې مهاله يې نه په  افغانستان کې شرکتونه او نه يې هم د کانونو وزارت لري.

د شمس په وينا، چې په نورو برخوکې ځينې په قانوني او ځينې کېداى شي په ناقانونه ډول کښل شوي او وړل شوي وي.

 نوموړي وويل،چې ددوى دڅار کسان يواځې ځانګړي سيموته تللي، له کانونو په همدي سيمه کې معلومات لري او په نورو سيموکې هيڅ ډول لاس رسنۍ نلري او نه هم په هغو سيموکې د افغان سرحدي پوليسو او نورو امنيتي ساتونکو پوستې او ګزمې شته دي.

بلخوا په لښكرګا كې د رخام دډبرو د فابريكې رييس محمد لعل كارګر وايي،چې دوى دولت  په پراخه توګه د روخام دډبرو د پروسس او نړيوال بازار موندنې لپاره كار نه دى كړى.

ده وويل ، چې كه ياده ډبره په مسلكي توګه له كانونو را وايستل شي او د ناقانونه وړلو او قاچاق مخه يې ونيول شي ، د هېواد په  اقتصاد به ښه اغېزه وكړي.

ده زياته كړه، دوى كه څه هم داسې توكي نه جوړوي، چې نړيوال بازار ولري له دې امله دكال په اوږدوكې ۶۰  ټنه ډبره  دعارف سروري په نوم يو شركت  څخه  ټن  په پنځه زره  افغانۍ پيري.

ده وويل، چې دغه شركت سره قرارداد دكانونو رياست له لوري شوى، خو په دې اړه يې معلومات نه درلودل ، چې نوره  ډبره  كومو سيمو ته وړي.

بلخوا په لښكرګاه كې امنيتي مسوولين د رخامو او يا هم نورو ځمكنيو زيرمو دقاچاق په اړه ناخبري ښکاروي.

په هلمندكې دشپږم سرحدي زون قوماندان پاسوال سلطان محمود،محمود پژواك ته وويل، چې  له يوې خوا دكانونو دساتلو مسووليت ددوى كار نه دى او له بلې خوا په هغه سيمه كې دوى يواځې ګزمې لري.

ده وويل، چې كه دغه قاچاق كيږي هم ددوى دګزمو پرمهال يې عاملين له سيمې  تېښته كوي او دوى تر دې مهاله  په دې تور څوك نه دي نيولي.

په لښكرګاه كې دعامه ساتني دپوليسو قوماندان سمونوال غفار خان نورزي پژواك اژانس ته وويل ، چې دوى ته تردې مهاله د يادو كانونو دساتنې وړانديز نه دى شوى، له همدې امله يې په اړه  معلومات نلري، چې په قانوني او كه په  ناقانونه توګه وړل كيږي.

په لښكرګا كې يوتن چارواكي دنوم نه اخيستلو په شرط پژواك ته وويل، چې دكانونو دغلا او قراردادونو په مسئله كې همدا اړونده وزارت ښكيل دى ، هركار يې په پټه تر سره كيږي او ډيره  پاملرنه شخصي ګټوته شوې ده.

د يادولو ده ، چې  درې  مياشتي مخکې په لښكرګا كې د رخام د ډبرو د فابريكې مسوولينو ويلي و،چې له همدې كان څخه په ښكاره پاكستاني كسان موټر باروي او دمخنيوي لپاره يې هيڅ ډول هڅې نه دي شوي.

Related Topics