Language

د غزني د اندړو يو قومي مشر ووژل شو

غزني ښار (پژواک ۲۴ ليندۍ ۹۲) چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو سوداګر او قومي مشر د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته ناپېژانده وسله والو د اندړو ولسوالۍ د منار په نوم کلي کې يو سوداګر او قومي مشر غلام علي چې تازه له دوبۍ راستون شوى و، وژلى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه کس په سيمه کې قومي مشر هم و او اوس يې په دوبۍ کې شخصي کاروبار کاوه.

د نوموړي په وينا، وسله وال کسان د غلام علي کور ته ورغلى و او په خپل کور کې يې وژلى دى.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال هم ياده پېښه مني او زياتوي چې تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کس چا او ولې يې وژلى دى.

هغه زياته کړه، چې وژل شوي کس له چا سره اړيکې نه درلودې، او د خپلې سيمې قومي مخور و.

د يادونې ده، دا په تېره يوه مياشت کې څلورم قومي مشر دى چې په دغه ولايت کې وژل کېږي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics