اسعداباد ( پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢ ) : د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې له عملياتو وروسته مرکزي نورستان ته غځېدلې لويه لاره تر څو کلونو وروسته په بشپړه توګه د ترافيکو او خلکو پرمخ خلاصه شوه.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل د ليندۍ په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د مرکزي نورستان لاره د چپې درې ولسوالۍ د ګلسلک په سيمه کې د د وسله والو مخالفينو له خوا له څو کلونو راهيسې تړل شوې وه.
هغه زياته کړه، چې ددې لارې د خلاصون لپاره د افغان ملي ځواکونو له خوا څلور ورځې مخکې عمليات پيل شوي وو او تېره شپه په دوو بجو افغان ځواکونه د نورستان د واما ولسوالۍ کوردر سيمې ته ورسېدل او لاره يې د ترافيکو او خلکو پرمخ خلاصه کړه.
سيد خېل وويل ، چې دغه لويه لاره خامه ده ، د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا پکې ماينونه هم ځای پر ځای شوي وو، خو اوس دغه لار د افغان امنيتي ځواکونو د انجنيرۍ ډلې له خوا له ماينونو پاکه شوه.
د کونړ امنيه قوماندان وايي ، چې تر اوسه په دې عملياتو کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي، چې په وژل شو طالبانو کې د حبيب الرحمن په نامه ددوى قوماندان هم شامل دى او ١٨ نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د طالبانو په ماين يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ژوبل دي ، دغه راز په دې عملياتو کې پنځه دولتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
سيدخېل وويل ، کومې سيمې چې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې هلته پر لويه لاره امنيتي پوستې اچول شوي، تر څو د لارې امنيت ښه وساتل شي.
دى وايي ، چې ددې عملياتو پر مهال ولسي خلکو له امنيتي ځواکونو سره ډېره همکاري کړې ده او د همدې همکارۍ له امله ملي ځواکونه بريالي شول.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي ، چې د چپې درې په عملياتو کې يې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمېر پوځي موټر يې له منځه وړل شوي دي.
دى وايي ، چې په دې عملياتو کې يو طالب وژل شوى او درې نور ژوبل دي او په بمبار کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان د واما ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی شاه محمد وايي، چې د لارې د بندېدو له امله دوى له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېدل او په ځانګړې توګه په ژمي کې به دوى د خوړو له کمښت سره مخ وو.
د هغه په وينا، د لارې د بندېدو له امله به نورستانيان په مياشتو مياشتو د کونړ او جلال اباد په هوټلونو کې مېشت وو.