Language

ولايتي شوراګانې په سمه توګه خپلې دندې نه ترسره کوي“

 جلال اباد(پژواک٢٦ليندۍ٩٢): د سيمه ييزو ارګانونو د انسجام کمېټې چارواکي وايي، چې ولايتي شوراګانې په سمه توګه خپلې دندې نه ترسره کوي.

 د دغې کمېټې مشر سعيد احمد خاموش دغه څرګندونې نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ختيځ او سوېل ختيځ زونونو د اتو ولايتونو د ولايتي شورا غړيو تر منځ د جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې  وکړې.

 د انسجام د کمېټې مشر سعيد احمد خاموش وايي ، چې په ياد دوه ورځني کنفرانس کې به د ختيځو څلورو ولايتونو ( ننګرهار، کونړ، لغمان ، نورستان ) او سوېل ختيځو ولايتونو ( پکتيکا، پکتيا، خوست او غزني ) د ولايتي شورا غړي  د خپلو تېرو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.

 د ده په خبره ،  په ياد کنفرانس کې به د ولايتي شورا غړي د اړوندو ولايتونو  ستونزې هم مطرح کړي.

 د انسجام کمېټې مشر وويل: (( د هېواد د ډېرى ولايتونو وکيلان خپلو دندو ته نه حاضريږي، ډېرى يې په نورو چارو بوخت دي.))

 دى وايي، چې يو شمېر ولايتي شوراګانو خپل راپورونه هم مرکز ته نه دي استولي.

 نوموړي پژواک ته وويل ، چې له کنفرانس څخه يې موخه د دواړو زونونو د ولايتي شوراګانو د غړو  د تجربو او لاسته راوړنو شريکول دي.

 ده دا هم وويل ، چې د ولايتي شوراګانو لپاره يې نوى قانون هم جوړ کړى، چې له مخې به يې هغه برخې څرګندې شي ، چې  د ولايتي شورا غړي بايد پرې نظارت وکړي.

دى وايي: (( پخوا به يې نظارت کاوه، خو نه وو معلوم چې د څه شي نظارت به کوي، مګر اوس په قانون کې دا واضح دي ، چې د کومې ادارې نظارت کوي هغه به مرکز ته د راپور په شکل وړاندې کوي.))

 د ننګرهار د ولايتي شورا منشي لعل محمد دراني د کنفرانس پر مهال ګډونوالو ته وويل ، چې په ننګرهار کې ګڼې ستونزې موجودې دي، چې بايد د حل په موخه يې حکومت لازم اقدامات و کړي.

 ده د بېلګې په ډول د بهسودو د  دويم پله، د تورخم – جلال اباد د دويم سړک جوړېدل، د برېښنا د وېش او د صنعتي پارک هغه ستونزې، چې دا مهال نه دي هوارې شوي ، يادې کړې.

 دى وايي: (( موږ وار، وار خپل غږ پورته کړى او له دولت سره مو خپلې ستونزې شريکې کړي، دا چې څومره هغوى پر ځاى کړي ولس ته يې معلومات شته.))

 د نورستان د ولايتي شورا غړي امان الله عنايت الرحمان وويل ، چې د خپل مسووليت د ادا کولو  په خاطر يې تر وروستي بريده هڅې  کړې دي.

 ده وويل ، چې په نورستان کې تر ټولو لويه ستونزه د امنيت ده او وکيلان هم نه شي کولى په خلاص مټ له ادارو او نورو پروژو څخه نظارت وکړي.

 د غزني د ولايتي شورا رييس امان الله کامران د غونډې ګډونوالو ته خپلې ستونزې وړاندې کړې او زياته يې کړه چې د ولايتي شوراګانو لپاره د سيمه ييزو ارګانونو له لوري نوى قانون جوړى شوى ، چې د ياد قانون له امله به د ولايتي شورا غړي  په خلاص مټ له ادارو څخه نظارت وکړي.

 ده وويل ، چې د قانون په طرحه کې راغلي، چې د ولايتي شورا غړي د بوديجې نظارت نه شي کولاى .

کامران له دولت څخه  غوښتنه وکړه، چې د  بوديجې نظارت دې بېرته دوى ته په واک کې ورکړي او د ولايتي شورا غړيو ته دې د معاش سربېره نور مالي امتيازات هم ورکړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.