ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي اردو د هرات له بې ځايه شويو سلګونو کورنيو سره اړينې مرستې وشوې

author avatar
18 Dec 2013 - 19:22
author avatar
18 Dec 2013 - 19:22

کابل (پژواک، ٢٧ليندۍ ٩٢): په هرات کې د ملي اردو له خوا پر بې ځايه شويو اته سوه کورنيو اړين او خوراکي توکي ووېشل شول.

د مرستو د وېش پرمهال د ٢٠٧ ظفر قول اردو رييس ارکان جنرال محى الدين غوري وويل، چې په دغې مرسته کې پنځه نیم ټنه غنم، درې نيم سوه کمپلې، دوه سوه جوړه بوټان، یوه اندازه وریجې، غوړي او د ماشومانو لپاره کالي شامل دي.

هغه زياته کړه، ياد توکي له غور او بادغيس ولايتونو څخه راکډه شويو اته سوه کورنيو ته  د ملي اردو له خوا ورکړل شول.

د هرات د کډوالو چارو رياست اداري ریيس حمیدالله خطیبي په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه کورنۍ  له سختو ستونزو سره مخ دي او په کار ده، چې اړونده ادارې او حکومت ورته پاملرنه وکړي.

د ده په وينا، د ملي اردو له خوا دغه مرسته شوي توکي به يواځې پر هغو کډوالو ووېشل شي، چې تازه دې ولايت ته راکډه شوي دي.  

د شاکرو په نوم یوې میرمنې چې د ملي اردو له خوا مرستې ترلاسه کړې وه، خوښه وه، پژواک ته يې وویل، چې د کورنيو له پنځو ماشومانو سره يوځاى د بادغیس مقر ولسوالۍ څخه کډه کړې ده او د سر پناه نه لري.

هغې زياته کړه: “زه له یوې میاشتي راپدېخوا خپل پنځه ماشومان د سوال په ډوډۍ ساتم، هغوی وږې وي، ژاړي او زه هم په دروغو هغوی ته هره شپه د حکومت د مرستو کیسې کوم، څو ویده شي.”

 دغه راز د کډوالو له ډلې څخه د شريف په نوم يو تن پژواک ته وويل، چې د ملي اردو له خوا د شوې مرستې له امله خوښ دى، خو دغه مرسته د دوى لپاره بسنه نه کوي.

ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې دوى ته د سر سيوري برابر کړي.

د يادولوده، چې هرات ته د راکډه شويو کورنيو شمېره شاوخوا ٢١زره کورنيو ته رسېږي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.