Language

د ټاکنو پر وړاندې په پرتو ننګونو د يوه سيمينار  په ترڅ کې بحث وشو

جلال اباد ( پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢ ) :د راتلونکو ټولټاکنو پر وړاندې د شته امنيتي ننګونو او پاليسۍ په برخه کې د ستونزو په اړه سيمينار ترسره شو.

دغه سيمينار، چې نن د مرغومي په لومړۍ نېټه په جلال اباد ښار کې د مختګ مشورتي خدمتونو ادارې له لوري په لاره اچول شوى و، پکې د ننګرهار ولايت د مدني ټولنو سربېره له مرکز څخه راغليو مېلمونو او ځايي چارواکو هم ګډون کړى وو.

د مختګ مشورتي ادارې رييس او د ميدان وردګو پخواني والي محمد حليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ياد سيمينار څخه يې موخه د ټاکنو پر وړاندې پرتې د پاليسۍ او نورې هغه ستونزې دي، چې د سيمينار د ګډونوالو له لوري به د ازاد بحث په ترڅ کې روښانه شي.

نوموړي زياته کړه: (( هغه ستونزې چې د پاليسۍ په برخه کې موجودې دي، دا به موږ راټولې او د داخلي او خارجي پاليسي سازو ادارو سره به يې شريکې کړو.))

هغه وايي ، چې ياد سيمينارونه به د هېواد په اتو زونونو کې ترسره شي او هغه ستونزې، چې د ټاکنو پر وړاندې پرتې دي ياداشت او ټولو پاليسي سازو ادارو ته به يې وړاندې کړي.

فدايي وويل، د ټاکنو پر وړاندې چې ستره ننګونه ده ، هغه د وسله والو مخالفينو شتون دى، د ده پر وينا، که چېرې کانديدان د کمپاين لپاره يوه داسې پاليسي جوړه کړي ، چې له مخې يې په ټولو سيمو کې کمپاينونه تر سره شي او هم هغه اشخاص ، چې له ټاکنو څخه بد وړي او د رايې په ارزښت نه پوهيږي دې ته چمتو کړي ، چې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

حليم فدايي وويل: (( وسله وال بايد دې ته چمتو شي ، چې د ټاکنو په ښه ترسره کېدا کې ونډه واخلي او ناامني له منځه يوسي.))

د لوګر پخواني والي او د مختګ شورا غړي اقبال عزيزي پژواک اژانس ته وويل، چې رايه د سولې ضامن دى.

دى وايي ، چې که په ټول هېواد کې ولسونه د رايې په ارزښت وپوهېدل او په سمه توګه يې وکاروي، نو د رايې سمه کارونه په هېواد کې سوله راوستلى شي.

هغه زياته کړه : (( د راتلونکي کال د وري په ١٦ د ټول هېواد سرنوشت ټاکل کيږي او د پنځو روپيو په خاطر بايد د هېواد په سرنوشت لوبې ونه کړو.))

نوموړى زياتوي، د ټاکنو د شفافيت لپاره چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کومه وروستۍ طرحه جوړه کړې  د ټاکنو د روڼوالي په برخه کې يومهم ګام دى، خو تر څو چې ولسونه د رايې په ارزښت ونه پوهيږي، تر هغه د افغانستان برخليک له ګواښ سره مخ دى.

په ټولنيزو چارو کې د ولسمشرسلاکار دلبر جان ارمان پژواک اژانس ته دا ډول سيمينارونه ګټور وبلل او زياته يې کړه ، چې رسنۍ بايد دا ډول موضوعاتو ته ښه انعکاس ورکړي.

ده وويل: (( په اوس وخت کې د ټاکنو پر وړاندې فساد هم ستونزه ده، چې خلک يې اندېښمن کړي، خو که ولس چېرته خپله رايه سمه وکاروي او همکار پاتې شي، نو مشکل حليږي.))

هغه پر ټولو ولسونو او وسله والو غږ وکړ، چې د ټاکنو د رڼو ترسره کېدو په موخه دې له حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسيون سره همکار پاتې شي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم د دا ډول سيمينارونو هرکلى وکړ او ويې ويل، دا ډول پروګرامونه کولى شي، چې د عامه ذهنيت په روښانه کولو کې پراخه ونډه واخلي.

نوموړي وويل ، چې په ننګرهار کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره يې د ښه امنيت د رامنځته کولو پلانونه جوړ کړي او عملي به يې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.