غزني ښار(پژواک ۳ مرغومى ۹۲) : د غزني په اندړو ولسوالۍ کې علماوو په کم عمرۍ او بدو کې د نجونو د نه ورکړې پرېکړه وکړه او ولور يې درې سوه زره افغانۍ وټاکه.
دغه پرېکړه پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ په هغه غونډه کې وشوه، چې پکې ديني علماوو، قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
داندړو ولسوالۍ دصاحب خان د سيمې يوتن قومي مشر مولوي عبدالحکيم پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د زيات ولور له امله هلکان او نجونې په کورونو زړې شوي .
هغه زياته کړه، د ولور کچه ورځ تر بلې په داسې حال کې لوړېږي ، چې دا پيسې حرامې دي او په شريعت کې منع شوې دي.
د مولوي عبدالحکيم په وينا، د هلک له کوره پيسې اخيستل داسې دي ، چې د هغه له کوره غلا وشي .
هغه د سيمې پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې له دې کاره دې لاس واخلي او هېڅوک حق نه لري ، چې له دې وروسته له درېيو سوه زره افغانيو زياتې پيسې واخلي.
په ياده غونډه کې د واده پر ورځ پر زيات لګښت هم بحث وشو ، علماوو او قومي مشرانو په ډاګه کړه، چې د واده پر ورځ له حده زيات لګښت کوونکو سره به قانوني چلند وشي او جريمه به ترې واخيستل شي .
ددې ولسوالۍ يو بل ديني عالم ، چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړى و، پژواک ته وويل ، په غونډه دا پرېکړه هم وشوه، چې خلک به په کم عمر او بدو کې نجونې نه ورکوي.
هغه زياته کړه ، په کم عمر او بدو کې نجونې ورکول له دوى سره غټ ظلم او تېرى دى او بايد يې په کلکه مخه ونيول شي.
د هغه په وينا، په غوڼده کې داپرېکړه هم وشوه هغه څوک چې غواړي خپله لور په بنه باندې ورکړي ، نوله پنځه سوه زره افغانيو څخه زياتې پيسې نه شي اخيستلای.
دا په داسې حال کې ده ، چې د غزني په ځينو سيمو کې هغه خلک ، چې خپلې لوڼې په بنه ورکوي، تر دوه ميليونه افغانيو ولور اخلي.
د دلدار خان په نامه يوه قومي مشر وويل ، سلګونه ځوانان او نجونې بې کوژدې پاتې دي، چې ځينې يې بيا په بدو کارونو لاس پورې کوي.
د هغه په وينا، هغه نجونې چې له خپلو کورونوڅخه تښتي ټوله ملامتي يې دکورنۍ پر غاړه ده.
د غزني د اندړو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي بسم الله چې ۳۰ کاله عمر لري او تراوسه يې کوژه ده نه ده کړې پژواک ته وويل : (( ډېر ظلم روان دى، هېڅوک له يو نيم دوه ميليونو افغانيو په کمو پيسو لور نه ورکوي. ))
د هغه په وينا، له همدې امله ځوانان بهرنيو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي بيا هلته يا ووژل شي او يا هم په نشه يي توکو روږدي شي.
داندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د غزني اندړو ولسوالۍ له ټولو اوسېدونکوڅخه وغوښتل، چې دعلماوو دې پرېکړې ته درناوی وکړي اوکومه پرېکړه چې علماوو او قومي مشرانو کړې د خلکو په ګټه ده.
هغه زياته کړه، که چا له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو دولسوالۍ له لوري به هم ورسره قانوني چلند وشي.
د يادې غونډې په پاى کې پرېکړه وشوه ، هر هغه چا چې له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو دوه نيم سوه زره افغانۍ به جريمه پرې کوي.