لښکرګاه (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د ګاز او پټرولو له امله اور لګېدنې د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي دي.
د دغه ولايت د بست روغتون مشر ډاکټر نثاراحمد بارک د مرغومي په پنځه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د لښکرګاه ښار اړوند د بست کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په خبره، اور لګېدنه تېره شپه وروسته له هغه په يوه کور کې رامنځته شوه، چې يوې مېرمنې په پټرولو د خپل خاوند لونګۍ مېنځله، چې په ترڅ کې يې لومړى پټرولو او بيا ګازډبې اور اخيستى دى.
هغه زياته کړه، د پېښې پر مهال درې تنه ځاى پر ځاى مړه شوي او درېيو نورو د شپې په روغتون کې سا ورکړه.
نوموړى وايي، په مړو شوو کې مور، پلار او د هغوى څلور لوڼې دي، چې عمرونه يې له ١٤ کلونو ټيټ دي.
د بست روغتون مشر زياتوي، په دې پېښه کې يوه ماشومه ټپي شوې، چې تر درملنې لاندې ده، خو روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوى دى.
د ده په وينا، هر کال د ژمي په را رسېدو دا ډول پېښې زياتېږي، چې لامل يې هم د خلکو نه پوهاوى او بې پروايي ده.
بلخوا د همدې سيمې يوه اوسېدونکي سيدرحيم پژواک ته وويل، د پېښې پر مهال د قربانيانو په کورنۍ کې نارې او چيغې شوې، چې په دې سره ګاونډيانو يې د ژغورنې لپاره ځانونه ور ورسول.
د يادلو ده، چې د بست روغتون د مسوولينو په وينا، په روان کال کې د سوځېدو ٢٤٤ نورې پېښې هم دوى ته ورغلې، چې د تېرو کلونو په پرتله يې شمېر زيات دى.