Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٨ مرغومى٩٢): يوه باوري سرچينه وايي، څه موده وړاندې په روسيه کې ځينو مېشتو افغانانو د هغه هېواد د پارلمان غړو ته ويلي وو، چې له خپل نفوذ څخه په ګټه اخيستو غواړي په افغانستان کې نظام بدل کړي او هغوى دې هم د دوى ملاتړ وکړي.

سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو افغانانو په همدې موخه د “ملي هېواد” ګوند د مشر جنرال غلام  محمد جلال په مشرۍ د روسيې پارلمان د سوسيال-ديموکرات ګوند له مشر ولاديمير ژيرينوفسکي سره کتلي وو.

سرچينه وايي، دغو کسانو ژيرينوفسکي ته ويلي، چې د افغانستان په پارلمان، سياسي او پوځي کړيو کې پراخ نفوذ لري او له همدې لارې کولى شي نظام بدل کړي.

دوى له ژيرينوفسکي څخه غوښتي وو، چې روسيه دې د دوى ملاتړ وکړي.

سرچينې که څه هم د کتنې دقيقه موده ونه ښوده، خو ويې ويل چې ښايي د نظام له بدلون څخه د هغوى موخه کودتا وي.

د سرچينې په خبره، د روسيې پارلمان هم ياده ناسته تاييد کړې ده، خو جزئيات يې نه دي خپاره کړي.

منبع زياتوي، د روسيې پارلمان له دې موضوع څخه اندېښمنه شوې او سملاسي يې په مسکو کې د افغانستان سفارت ته په دې اړه خبر ورکړى دى.

د سرچينې په خبره، د افغانستان سفير دا موضوع د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره هم مطرح کړې ده.

خو په مسکو کې افغان سفير عزيزالله کرزى له دې کتنې بې خبري ښيي.

کرزي پژواک اژانس ته وويل، که ددې موضوع په اړه يې معلومات درلودى، نو سملاسي به يې د افغانستان له حکومت سره  شريک کړي واى.

خو هغه زياته کړه: “ښايي يو شمېر افغانان له روسانو سره اړيکه ولري، خو دا شخصي اړيکې، چې له پخوا څخه پاتې دي؛ که هغوى غير رسمي راغلي وي، نو زه ورباندې خبر نه يم.”

کرزي، کابل ته د روسيې د يوه پلاوي وروستى سفر مثبت وباله او ويې ويل، چې له روسانو سره د افغان حکومت اړيکې ښې دي.

بل خوا د “ملي هېواد” ګوند مشر جنرال غلام محمد جلال، هم د نظام د بدلون ادعا ردوي.

جلال چې اوسمهال په روسيې کې دى، له پژواک سره په ټېلېفوني خبرو کې د روسيې د سوسيال-ديموکرات د ګوند له مشر ولاديمير ژيرينوفسکي سره خپله کتنه تاييد کړه، خو ويې ويل، چې په دې کتنه کې يې پر سياسي مسايلو بحث نه دى کړى.

جلال چې له څو کلونو راهيسې په مسکو کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي وايي، درې مياشتې وړاندې يې په روسيه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر سر له ژيرينوفسکي سره خبرې کړې وې.

نوموړى په روسيه کې پر سوداګرۍ بوخت دى او ددې ترڅنګ “د کډوالو افغانانو د سراسري ټولنې د کاري مرکز” رييس او دلته په افغانستان کې د “ملي هېواد” د ګوند مشر هم دى.

دى وايي ، چې دا ټولنه په روسيه کې د افغان کډوالو د روغتيايي، ښوونيزو او روزنيزو ستونزو د هوارۍ، د کاري اسانتياوو د برابرولو او له دې هېواد څخه په ناقانونه توګه د افغانانو د ويستلو پر سر، کله ناکله له روسيي چارواکو سره خبرې کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تراوسه پورې هېڅ يوې رسمي مرجع داسې ملاقات نه دى تاييد کړى.

ده زياته کړه:” په مسکو کې د افغانستان له سفارت سره په اړيکه کې يو، د موضوع په شته والي کې که باوري معلومات ترلاسه شول، په اړه به يې وروسته نظر وړاندې کړو.”

د عدليې وزارت د انسجام رياست د معلوماتو له مخې، “ملي هېواد” ګوند په ١٣٨٩لمريز کال په رسمي ډول له دې وزارت سره ثبت او راجستر شوى دى.

سرچينه وايي، چې دغه کتنه د جنرال جلال په مشرۍ د خلق ګوند د يو شمېر غړو په واسطه ترسره شوې ده.

سره له دې چې جنرال جلال په افغانستان کې د يوه ثبت شوي سياسي ګوند مشر دى، خو له لسو کلونو راهيسې يې افغانستان ته سفر نه دى کړى.

جلال د روسيې تابعيت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.