Language

په اندړو کې په لومړي ځل د نجونو ښوونځى جوړ شو

غزني ښار (پژواک ۹ مرغومی ۹۲): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د نجونو لېسه پرانيستل شوه.

د اندړو ولسوالۍ د پوهنې مدير تازه ګل د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چې تر اوسه دې لېسې ته نږدې ۴۰۰ نجونو نوم ليکنه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې لېسې ودانۍ ته احاطه د سيکا موسسې له خوا د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت جوړه او ښوونځى پرون پرانيستل شو.

تازه ګل وايي، چې که څه هم د يادې لېسې ودانۍ ويجاړه شوې او اوس په يوه خرابه اوښتې ده.

هغه د پوهنې له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د دې لېسې ودانۍ هم ژر تر ژره جوړه کړي،  څو نجونې په ډاډه زړه وکولای شي ښوونځي ته راشي.

 د پوهنې مدير وويل، چې د دې ولسوالۍ خلکو ورسره ژمنه کړې، که چېرې د ښوونځي ودانۍ او دېوال ورغول شي،  نو دوی به خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوي.

د ده په خبره، د غزني د اندړو ولسوالۍ خلک اوس پوه شوي او د جنګ پر ځای غواړي چې د خپلو هلکانو تر څنګ نجونې هم ښوونځي ته واستوي.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال وايي، چې هڅه به وکړي څو د دې لېسې امنيت وساتي او نجونې وکولای شې په ارامه فضا کې درس ووايي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د پاڅون او سيمه ييزو پوليسو په مرسته د اندړو په يو شمېر سيموکې امنيت ټينګ شوى او وسله وال طالبان شړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، اوس د دې ولسوالۍ خلک دې ته تيار شوي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي، څو د زده کړې له نعمت څخه برخمې شي.

ولسوال د اندړو ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ښوونځي امنيت به په سمه توګه ساتي، او له هغوى يې وغوښتل چې نور دې پر خپلو اولادونو ظلم نه کوي له جنګ څخه دې لاس واخلي او پر خپلو بچيانو دې تعليم وکړي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دې لېسې په جوړولو سره خوښ دي، د حاجي عبدالله په نوم د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر پژواک ته وويل، چې دى به د خپلې کورنۍ نجونې ښوونځي ته ولېږي او له نورو يې هم وغوښتل چې دغه کار وکړي.

هغه وايي، چې نور خلک له جګړو ستړي شوي او غواړي چې پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي.

د پوهنې رياست د چارواکي د معلوماتو له مخې په اندړو ولسوالۍ کې ټول ٤٦ ښوونځي فعال دي چې ٢٢ زرده  زده کوونکي په کې زده کړې کوي، خو د نجونو ښوونځى تر اوسه نه و.

Related Topics