Language

د هلمند مرکزي دارالحفاظ ته ليليه جوړېږي

 لښکرګاه (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د هلمند د مرکزي دارالحفاظ لپاره د ليليې د جوړولو د بنسټ ډبره د مرغومي په ١٠مه کېښودل شوه.

 د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د دې پروژې د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ به د څلرويشتو خونو په لرلو سره د يوه کال په موده چې له ټولو ملحقاتو سره جوړه شي.

 هغه زياته کړه، چې د دارالحفاظ د ودانۍ مالي لګښت څلوېښت ميليونه افغانۍ کېږي

،چې د ډنمارک هېواد له خوا ورکول کېږي او په جوړېدو سره به يې د ياد مرکز د زده کوونکو د سر پناه ستونزې هوارې شي.

 والي وويل، چې د دې ودانۍ به په جوړېدو سره ٣٠٠ تنه پر يو وخت د ځايولو وړتيا لري او دغه راز يې تر څنګ خوړنتون او نورې اسانتياوې هم په نظر کې نيول شوې دي.

 د نوموړي په وينا، کومه ځمکه چې اوس مهال دارالحفاظ او ليليې ته يې په پام کې نيول شوې، کمه ده او دوى به ډېر ژر له اړتيا سره سم نوره ځمکه هم په همدې سيمه کې د دارالحفاظ لپاره ځانګړې کړي.

 دغه راز د هلمند د پوهني رييس عبدالمتين جعفر پژواک اژانس ته وويل، چې د دارالحفاظ د ليليې د نه شتون له امله ځيني ستونزې وې چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به حل شي.

 نوموړي زياته کړه، اوس داسې زده کوونکي هم شته چې په ښار کې يې د اوسېدو لپاره ځايونه کرايه کړي چې له امله يې پر وخت خپلو درسونو ته نه شي رسېدلى.

 جعفر زياته کړه، چې دوى پلان لري په نږدې وختو کې په نادعلي او مارجې ولسواليو کې هم د ديني مدرسو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

 د پوهنې رييس وويل، اوس مهال د مرکز لښکرګاه په مرکزي دارالحفاظ کې شاوخوا ٧٠٠ کسان د قران کريم پر حفظ بوخت دي او د هلمند په کچه ١١ ديني مدرسې شته چې تر ٤ زره زيات کسان ديني زده کړې په کې کوي.

 د صديق الله په نوم يوه قاري پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د سرپناه ستونزه لرله او نه يې شو کولى چې په سمه توګه زده کړې وکړي.

هغه خوښي څرګنده کړه، چې د ليليې په جوړېدو سره به يې ډېرې ستونزې هوارې شي.

Related Topics