غزني، اسعداباد (پژواک ۱۰ مرغومی ۹۲): د غزني چارواکي وايي، په مقر ولسوالۍ کې دوه سوداګر وژل شوي، چې له امله يې يو تن خپل ځان زندۍ کړى او مړ شوى دى.
د غزني د جاغوريو ولسوال ظفر شريف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه سوداګر چې د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د موټرو کاروبار يې کاوه، د درېيو کسانو له لوري چې د جاغوريو اوسېدونکي دي، نن په دې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
ده زياته کړه: “د دغو کسانو په يادو سوداګرو پيسې باندې وې، کله چې هغو ورته پيسې نه دي ورکړي، نو سوداګر يې وژلي دي.”
د ده په خبره، يادو کسانو سوداګر د جاغوريو له بازار څخه وړي او وروسته يې جسدونه د دې ولسوالۍ په يوه سيمه کې اچولي وو.
ولسوال وايي، د پېښې په تړاو يې درې تنه نيولي، چې اوسمهال د غزني په ملي امنيت کې تر پوښتنو لاندې دي او امکان لري، چې د سوداګرو په وژلو کې به لاس لري.
د جاغوريو ولسوال وايي، په نيول شويو درېيو کسانو کې د يو تن پلار، کله چې په دې خبر شوی چې زوی يې قتل کړی، خپل ځان يې زندۍ کړی او مړ شوى دى.
ياده دې وې چې څو ورځې وړاندې هم، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لوري يو سوداګر، چې تازه د عربستان له هېواده راستون شوى و، وژل شوی وو.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ چارواکي وايي، په ناړۍ ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښـتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ناړۍ په ساو سيمه کې، نن له غرمې وروسته د وسله والو طالبانو او سيمه ييز پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.
ده زياته کړه، په دغې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي؛ دغه راز يو پوليس هم ټپي دى.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په ياده نښته کې د دوى يو ملګرى ټپي شوى دى.