جلال اباد )پژواک١٢مرغومې٩٢): د ننګرهار پوهنتون چارواکي او يو شمېر محصلين وايي، چې په دغه پوهنتون کې د سياسي احزابو چټک فعاليت او ګڼو لاريونونو د ياد پوهنتون پر تدريسي بهير بده اغېزه کړې ده.
د ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه دويم پوهنتون دى ، چې د زرګونو محصلينو ترڅنګ لسګونه کادري، ماسټر او ډاکټر استادان لري.
خو په دې وروستيو کلونو کې د دغه پوهنتون د محصلينو له خوا د لاريونونو لړۍ تېزه شوې او په هره موضوع هغه که د محصلينو شخصي ستونزې وي، پر ملي يا نړيوالو موضوع ګانو لاريونونه کوي.
هغوى د لاريونونو پر مهال د کابل-جلال اباد لويه لاره هم د څو ساعتونو لپاره تړي، چې له امله يې عامو خلکو او ناروغانو ته ستونزې هم پيدا کېږي.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر صابر مومند وايي، چې لاريونونو له يوې خوا د دغه پوهنتون نوم ته ستر زيان رسولى او له بلې خوا يې په ياد پوهنتون کې درسي نظم له ستونزو سره مخ کړى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لاريونونو له امله له ننګرهار پوهنتون سره د مرستندويه موسسو مرستې هم کمې شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((يوې مرستندويې موسسې غوښتل چې د ننګرهار له پوهنتون سره مرسته وکړي او يو شمېر پروژې په دغه پوهنتون کې پلې کړي، خو له بده مرغه د لاريونونو له امله هغوى مرسته ونه کړه.))
مومند وايي، چې يادې مرستندويه موسسې خپلې مرستې د هرات او مزارشريف له پوهنتونونو سره وکړې او ننګرهار پوهنتون يې د لاريونونو له امله د مرستو له لېست څخه لرې کړ.
هغه زياته کړه : ((که چېرې د قانوني غوښتنو پر اساس لاريونونه له موږ سره په همغږۍ ترسره شي، نو ملاتړ يې کوو، خو دا چې په هرې خبرې لاريونونه کوي ،نو پوهنتون ته په علمي برخه کې زيان رسېږي.))
دا چې ولې د خپلسرو لاريونونو مخه نه نيول کېږي، په اړه يې ډاکټر صابر مومند زياتوي ، چې د لاريونونو مخه نيول د دوى کار نه دى.
د ننګرهار پوهنتون يوه استاد، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار په پوهنتون کې بېلابېلې سياسي ډلې فعاليت کوي او ګڼ محصلين د هغوى د رهبري پلاوي په اشاره حرکت کوي.
سرچينې زياته کړه، چې څه موده وړاندې يې د پوهنتون د يوه استاد موټر ته هم ماين ځاى پر ځاى کړى و، چې له امله يې د ژورنالېزم پوهنځي مرستيال ټپي شو.
دى وايي: ((دلته ګڼې ستونزې شته، که استاد د محصل پر وړاندې جدي حرکت وکړي او د لاريونونو مخالفت يې کوي، نو بيا ورته د وسله والو له لوري ګواښونه کېږي.))
د دغه استاد په خبره، چې که د پوهنتون رهبري پلاوى د بې مفهومه لاريونونو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي او يو شمېر محصلين او هغه اشخاص چې په لاريونونو کې لاس لري،له پوهنتونه جبري تبديل کړي، نو په راتلونکي کې به نور محصلين دا جرئت ونه کړي ، چې د غيرې قانوني غوښتنو پر اساس لاريون وکړي.
دغه استاد دا هم وويل، چې د ننګرهار پوهنتون په لاريونونو کې يو شمېر استادان هم لاس لري او په لوى لاس محصلين لاريونونو ته هڅوي.
هغه زياته کړه: ((رهبري که چېرې جدي قدمونه پورته نه کړي په ننګرهار پوهنتون کې ستونزې له منځه نه ځي.))
د ننګرهار پوهنتون يوه بل چارواکي پژواک ته له دې امله د نوم له ښودلو ډډه وکړه، چې کور يې د پوهنتون دننه دى او بيا ورته يو شمېر کړۍ ستونزې جوړوي، وويل چې د پوهنتون لاريونونو نه يواځې د پوهنتون تدريسي بهير او نوم ته زيان اړولى بلکې اقتصادي، روغتيايي او نورې ګڼې ستونزې يې راولاړې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د کابل-جلال اباد لويه لاره چې په دقيقه کې پرې سلګونه موټر تګ راتګ کوي، په ساعتونو،ساعتونو بنده وي.))
د دغه پوهنتون يوه محصل محمد زبير پژواک اژانس ته وويل، چې د محصلينو په سر کې هغه اشخاص دي کوم چې له سياسي احزابو سره اړيکې لري.
د هغه په وينا، ډېرى وخت محصلينو ته له نورو خواوو د لاريون امر ورکول کېږي او دوى يې ترسره کوي.
دى وايي: (( د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي کړۍ مستقيمې په کې دخيلې دي، هغوى دلته يو شمېر اشخاصو ته معاش هم ورکوي او نورې مرستې هم ورسره کوي.))
خو د پوهنتون يو بل محصل افتاب محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لاريونونه د دوى قانوني حق دى او دوى د خپلو روا غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره کولى شي، چې سوله ييز لاريونونه وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ تل د روا غوښتنو پر اساس لاريون کړى ، دا زموږ حق دى او هېڅوک نه شي کولى چې له موږ څخه روا غوښتنې واخلي.))
د ننګرهار د بټي کوټ د عالي لېسې استاد ميرسعيد پژواک ته وويل، چې زوى يې د مياشتې له لسو زياتې ورځې په کور کې تېروي او دوى ته د لاريونونو بهانې کوي.
هغه زياته کړه: ((يوه ورځ لاريون وشي او يوه اونۍ بيا محصلين پوهنتون ته نه ځي.))
نوموړى پر اړوندو چارواکو غږ کوي، چې د دا ډول کرغېړنو اعمالو مخه ونيسي، ګني راتلونکى نسل به ټول بېسواده له پوهنتونه فارغ شي.
د پوهنې د چارو يوتن کارپوهه خوشحال خليل وايي ، چې ننګرهار پوهنتون پخوا د هېواد او سيمې په کچه يو له مهمو پوهنتونونو څخه و ، خو په وروستيو کلونو کې يې خپل ارزښت له لاسه ورکړى دى.
هغه پژواک ته وويل ، چې د سياسي او بنسټ پاله ډلو استازي په دې پوهنتون کې شتون لري او د خپلو شخصي موخو لپاره محصلين لاريونونو او نورو فعاليتونو ته هڅوي.
د نوموړي په وينا، دغه کړنې د پوهنتون پر درسي بهير او د محصلينو پر اذهانو بده اغېزه کوي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وايي ، چې سوله ييز لاريونونه د هر چا حق دى، خو زياتوي ، چې د پوهنتون محصلين د اصولو خلاف کار کوي.
هغه پژواک ته وويل ، چې دوى د لاريون پر مهال لارې بندوي او عامو خلکو ته ستونزې جوړوي.
د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې دوى د پوهنتون د استادانو له ټولنې سره ناستې کړې دي، څو دې ستونزې ته د هواري لاره پيدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP