Language

د هرات ښاروالۍ د څلورمې ناحيې مديره ووژل شوه

هرات ښار (پژواک ١٢ مرغومى ٩٢): د هرات ښاروالۍ د څلورمې ناحيې مسووله د ناپېژانده وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شوه.

د يادې ښاروالۍ مرستيال نقيب الله اروين  د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ا پېښه نن له غرمې وروسته په څه کم دوو بجو رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د هرات ښاروالۍ د څلورمې ناحيې مديره يلدا وزيري  له دندې خپل کور ته پر لاره وه، چې د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شوه.

اروين وايي، چې د هغې جسد ملکي روغتون ته وړل شوى دى.

د هرات د امنيه قوماندان وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې بريد کوونکي تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 

Related Topics