Language

په خوګياڼو کې دوه وسله وال وژل شوي او ٨ ټپيان دي

 جلال اباد (پژواک١٤مرغومى٩٢): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او هم په دې ولايت کې يوه څو تنه د تښتوونکو له منګولو خلاص شوي او په تور يې درې تنه نيول شوي دي.

 د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د مرغومي په ١٤مه، په يوې خبري غونډه کې رسنيو ته وويل، چې د دغه ولايت په بهسودو او خوګياڼو ولسواليو کې يې يوه مېرمن، دوه ماشومان او يو انجنير د تښتوونکو له منګولو خلاص کړي او په تور يې درې تنه نيولي دي.

 هغه زياته کړه، تښتوونکي د څېړنو لپاره د جنايي جرمونو په اداره کې تر پلټنو لاندې دي.

 د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د تښتونو پېښې زياتې شوې دي.

 امنيه قوماندان وايي، د بېلابېلو تالاشيو پر مهال يې په يوه موټر کې د ماينونو ثانيه سوز او يوه اندازه چرس ترلاسه کړي دي.

 همداراز د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې دوه وسله وال وژل شوي، اته تنه ټپيان شوي او د دوو قوماندانانو په ګډون يې څلور نور نيول شوي دي.

 د خوګياڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان عبداللطيف بهسودوال پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يوې وسله والې ډلې د وزيرو په تنګي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ، چې له امله يې نښته رامنځته شوه.

 نوموړى زياتوي، چې په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

 هغه زياته کړه: ((څلور تنه وسله وال چې دوه يې قوماندانان وو، هم نيول شوي دي.))

 امنيه قوماندان وايي، نښتې شاوخوا څلور ساعته دوام کړی، يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

 د نوموړي په وينا، د دغې نښتې په ترڅ کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

 ياده دې وي، چې د يادو پېښو په اړه وسله والو مخالفينو رسنيو ته څه  نه دي ويلي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.