مزارشريف( پژواک،١٥ مرغومى ٩٢):د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د زارع ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مرستيال ملا اعظم او يو ملګرى يې ووژل شول.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لعل محمد احمدزي د مرغومي په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو ورځو د ملي اردو د سپېشل فورس ځواکونو په زارع ولسوالۍ کې عمليات تر سره کول.
نوموړي زياته کړه، د يادو عملياتو په ترڅ کې د زارع ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مرستيال ملا اعظم او د هغه يوتن ملګرى ووژل شول.
د هغه په وينا، د عملياتو په اوږدو کې شپږ ميله کلاشينکوفونه او شپږ شاجورونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
احمدزي وويل، چې د وسله والو طالبانو د نظامي مسوول په وژلو به په دغه ولسوالۍ کې امنيتي حالت خورا ډاډمن شي.
د مزارشريف اوسېدونکي محمد دين د سپېشل فورس ځواکونو د عملياتو له پايلې خوښي وښوده.
نوموړي زياته کړه: ((لومړی ځل دی، چې په بلخ کې د سپېشل فورس ځواکونو نوم اورم، دا د خوښۍ ځای دی او له دې معلومېږي، چې له دې وروسته زموږ ځواکونو د نړيوالو له فزيکي ملاتړه پرته هم خپلې سيمې ساتلی شي.))
خو وسله والو طالبانو لا هم د ملا اعظم د وژلو په اړه څه نه دي ويلي.
دوه اونۍ مخکې هم د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو نهه تنه ووژل شول او يو شمېر وسلې هم د امنيتي مسوولينو لاس ته ورغلې وې.