Language

په ټاکنو کې د مدني ټولنې د رول په اړه مناظره تر سره شوه

مزارشريف ( پژواک، ١٩ مرغومى ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ((ځوانان او ټاکنې))  تر سرليک لاندې په ټاکنو کې د مدني ټولنې د رول په اړه مناظره تر سره شوه.

دغه مناظره د مرغومي په مه، د بلخ ولايت د نى په دفتر کې د IWPR له خوا د امريکا متحده ايالاتو په مالي ملاتړ تر سره شوه، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسون ، د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسون چارواکو،د بلخ پوهنتون استادانو او محصلينو، د مدني ټولنې غړو او يو شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.

د يادې مناظرې يوې تنظيمونکې مېرمن ماريا رهين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغې مناظرې څخه يې موخه د ټاکنو پر وړاندې عامه پوهاوی و.

نوموړې زياته کړه، چې په ياده مناظره کې د ټاکنو په روانه پروسه کې د مدني ټولنو پر رول هراړخيز  بحث وشو، چې بايد مدني ټولنه د ټاکنو د روانې پروسې ملاتړ وکړي.

په مزارشريف کې د شمال زون د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسون غړې او د يادې مناظرې ګډون کوونکې مېرمن فوزيه نوابي وويل، چې لا هم په بلخ کې د مدني ټولنې ټول اړخونه په خپلو کې تر يوه چتر لاندې سره نه دي ټول شوي .

نوموړې زياته کړه، چې له همدې امله يې د ټاکنو روانې پروسه ته او په ځانګړې توګه د ټاکنو پر وړاندې د عامه پوهاوي په برخه کې يې د اړتيا وړ مرسته نه ده رسېدلې.

د هغې په وينا، مدني ټولنه د خلکو او دولت تر منځ د پول حيثيت لري، چې د پول له لارې د ټاکنو د پوهاوي په برخه کې ښه کار اخيستل کېدای شي.

مېرمن نوابي وويل، چې که له همدې لارو چارو کار واخيستل شي او مدني ټولنې له ثابت چتر لاندې سره ټول شي؛ نو د ټاکنو روانې پروسې سره به ګټوره مرسته وکړي.

د بلخ ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسون عملياتي مرستيال او د مناظرې ګډنوال اجمل احدي وويل، چې هغه وخت ټاکنې ښې او کاميابه تر سره کېدای شي، چې عام خلک يې ملاتړ وکړي او دغه ملاتړ د مدني ټولنو له لارې ښه تر لاسه کېدای شي.

نوموړي زياته کړه: ((خلک بايد د مدني ټولنو له خوا په دې پوه کړای شي، چې د قومي او سمتي ارزښتونو له مخې نه ، بلکې د ملي ارزښت له مخې په ټاکنو کې برخه واخلي.))

د هغه په وينا، مدني ټولنې بايد د څارنې او کتنې په برخه کې د ټاکنو په ترسره کېدو کې مهم رول ولوبوي.

احدي وويل، چې په کار ده، چې مدني ټولنه، هغه لوري په ډاګه کړي، چې ممکن د ټاکنو روانې پروسې ته زيان ورسوي.

نوموړي زياته کړه: ((لا هم د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسون د دغه ولايت له مدني ټولنې سره د همغږۍ پيدا کېدو په موخه ځانګړې هڅې نه دي کړي؛ خو د ټولنې له نورو اړخونو سره مو کار کړی دی، چې د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي، چې په دغه ډول ناستو کې مدني ټولنو هم برخه اخيستې ده.))

د يادې مناظرې تنظيمونکې مېرمن ماريا رهين وويل، چې ياده مناظره کې د ځوانانو برخه اخيستنه د دې ګواهي ورکوي، چې دغه ډول هڅې د ټاکنو په عامه پوهاوي کې ګټور اغېز لري.

نوموړي زياته کړه، چې د مناظرې ګډونوال خپلو سيمو ته ځي او له هغو سره د مناظرې بحث شريکوي، چې ښې پايلې به ولري.

Related Topics