Language

د هاوان ګولۍ د يوې کورنې ٦ تنه ټپيان کړل

جلال آباد(پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٢):د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شول.

د خوګياڼو د ملکي روغتون امر ډاکتر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن  له  غرمې مخکې په  يوولس نيمو بجو د دې ولسوالۍ په مېمله سيمه کې رامنځته شوه.

هغه وويل، چې د يادې ګولۍ د لګېدو له امله  درې ښځې او درې ماشومان ټپيان شوي او ياد روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د ده په وينا، له ټپيانو څخه د دوو تنو  روغتيايي حالت  د اندېښنې وړ دى.

د سيمې يوه اوسېدونکى نبي ګل هم  وايي، چې ياد شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي او په کور يې د هاوان ګولۍ د  لګېدو له امله ټپيان شوي دي .

پر ياد شوي کور د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى او د  ننګرهار امنيتي چارواکي  د دې بريد په اړه بې خبري ښيي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.