اسعداباد(پژواک ٢٧مرغومى ٩٢) : په کونړ ولايت کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې يو عام وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل ، پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه نن سهار نهه بجې د مرورې ولسوالۍ په برکلي کې رامنځته شوه .
د هغه په وينا، د وسله والو مخالفينو له خوا د سړک پرغاړه ځاى پرځاى شوى ماين په درې عامو وګړيو ، چې له دې ځاى څخه تېرېدل، و چاودېد .
سيد خېل وايي، چې په دې چاودنه کې يو عام سړى ووژل شو او يو ماشوم او يوه ښځه ټپيان شوي دي .
نوموړي ، وسله وال طالبان ددې پېښې مسوول وباله او زياته يې کړه ، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته ليږل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
دا لومړى ځل نه دى، چې په کونړ کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي، له دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته او عام وګړي يې قرباني شوي دي .