Language

په ننګرهار کې د ماين چاودنې وشوې

 

جلال اباد(پژواک،٢٩مرغومى٩٢): د لغمان په چاڼيزو عملياتو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او د جلااباد ښار  او بهسودو کې د ماين چاودنې شوې دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات تېره ورځ سهار د افغان ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو له لوري د مرکز او اليشنګ ولسوالۍ کې پيل او ماښام ناوخته پای ته ورسېدل.

نوموړى وايي، د عملياتو پر مهال نښته هم رامنځته شوه، چې په پايله کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر وسلې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

هغه زياته کړه: (( د دوه وسله والو جسدونه امنيتي ځواکونو له ځانه سره راوړي، چې دا مهال د عامې روغتيا په روغتون کې دي.))

ځواک زياتوي، چې يو ميل پيکا، يو ميل کلاشينکوف او يو ميل ۳۰۳ ُبر ټوپک هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي.

د والي وياند وايي، په دغو چاڼيزو عملياتو کې ، چې موخه يې د مشکوکو ځايونو تلاشي وه د عمرزيو، ډيوې، ګنجوړ، بارکزيو، قلعه ټک او د شمکټ درې سوېلي برخې تصفيه شوې دي.

سرحدي ځواک وويل، په عملياتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يوه بل خبر له مخې، نن سهار د جلال اباد په ښار او د بهسودو ولسوالۍ اړوند د فارم هډې په سيمه کې د ماين دوه چاودنې شوې دي، خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي، چې چاودنو ځاني او مالي زيان نه درلود.

نوموړى زياتوي، چې د چاودنو په سيمه کې پوليسو پلټنې پيل کړې دي، خو تر دې مهاله يې په تور څوک نه دي نيول شوي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.