لښكرګاه (پژواك ۲۹ مرغومى ۹۲): چارواكي وايي، چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ كې د ملكي وګړو پر موټر د ماين چاودنې درې تنه وژلي او څلور نور ټپيان دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژواك اژانس ته وويل، چې پېښه نن غرمه (د مرغومي ٢٩مه) د جازي په سيمه کې رامنځ ته شوه.
نوموړي وويل، وژل شوي او ټپيان د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونكي دي، چې له ګرشک ولسوالۍ څخه خپلې سيمې ته پر لاره پرې د ماين چاودنه وشوه.
چوپان زياتوي، په وژل شوو کې يو ماشوم، يوه مېرمن او يو زلمى او په ټپيانو کې دوه ماشومان، يوه مېرمن او يو سړى شامل دي.
د ده په خبره، درې ورځې وړاندې ياده سيمه وسله والو طالبانو نيولې وه او ډېر شمېر ماينونه يې په كې ځاى پر ځاى كړي دي.
په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.