جلال اباد (پژواک٣٠ مرغومى٩٢): په ننګرهار كې د افغانستان بانك له خوا شاوخوا ٥٨٣ ميليونه افغانۍ زاړه بانك نوټونه وسوځول شول.
ددې زړو افغانيو د سوځولو پر مهال د افغانستان بانک مرستيال محمد عيسى تراب د مرغومي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو بانك نوټونو له سوځېدو وړاندې يې د دې پرځاى همدا ډول نوي بانك نوټونه چاپ كړي ، چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.
ده زياته کړه: ((د زړو بانک نوټونو سوځېدل د افغانيو د ارزښت په لوړوالي کې مرسته کوي.))
د هغه په وينا، دغه ٥٨٣ ميليونه ، څلور سوه اوه اويا ميليونه افغاني بانك نوټونه ، زاړه وه او د شمارلو په وخت کې ستونزې پېښوي او د استهلاک د پنځه کلنې مودې په تېرېدو سره يې نوره د چلښت موده پاى ته رسېدلې وه.
تراب پر هېوادوالو يوځل بيا غږ وکړ، وروسته له دې ټول افغانان دې راکړه ورکړه پر افغانيو وکړي، تر څو خپل ملي هويت ثابت کړي.
نوموړى وايي، په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورته استهلاک شويو افغاني بانک نوټونو سوځول پيل شوي، چې تردې مهاله په ټول هېواد کې دا ډول په ميلياردونو له كاره لوېدلې افغانۍ سوځول شوې دي.
يادې افغانۍ له کابل څخه د راغلي پلاوي پر وړاندې وسوځول شوې، چې پکې د ولسي جرګې غړي، د بانک استازي او د مشرانو جرګې غړي شامل دي.
په ننګرهار کې دغه له كاره لويدلې افغانۍ په داسې حال كې سوځول کېږي، چې د يوولسو کلونو په تېرېدو سره لا هم په دغه ولايت کې خلک پر پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه کوي.
د يوه بل خبر له مخې، په ننګرهار کې ١٧ کيلو ګرامه هېروئين په يوه کرولا ډوله موټر کې له يوه تن سره نيول شوي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمد جان پژواک اژانس ته وويل، چې دغه نشه يي توکي تېره ورځ د ځانګړو چاڼيزو عملياتو پر مهال د ملي اردو ځواکونو له لوري د خوګياڼو ولسوالۍ په بهار سيمه کې نيول شوي دي.
نوموړى وايي ، په تور يې يوتن هم نيول شوى ، چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي .