کندوز ښار ( پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٢ ) : د کندوز ښار يو واټ د پښتو ژبې د وتلي شاعر او د غزل د سرلاري استاد محمد صديق پسرلي په نوم ونومول شو.
استاد صديق پسرلى تېره اونۍ د ٨٥ کلونو په عمر د هندوستان په يوه روغتون کې ساه ورکړه او د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
د استاد پسرلي فاتحه نن په کندوز ولايت کې په داسې حال کې واخيستل شوه، چې پکې د هغه کورنۍ، دولتي چارواکو او ددې ولايت فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
د فاتحې تر مراسمو وروسته د کندوز ښار هغه واټ د استاد پسرلي پر نوم ونومول شو او په رسمي توګه يې لوحه ولګول شوه، چې پرې د کندوز پوهنتون او نورې تعليمي ادارې موقعيت لري.
د کندوز د اطلاعاتو او کولتور رييس عبيدالله نيازي پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى دغه کار ددې ولايت دفرهنګيانو په غوښتنه ترسره کړى ده.
هغه زياته کړه ، چې ددې ولايت دفرهنګيانو په غوښتنه يې دغه وړانديز ولايت مقام ته کړى و او د ولايت مقام له منظورۍ وروسته دغه واټ د استاد پسرلي په نوم ونومول شو.
نيازي وويل : (( استاد پسرلى ددې ولايت اوسېدونکى و او پر دې ولايت يې دا حق و، چې يو واټ د هغه په نوم ونومول شي.))
د استاد پسرلي زوى اسدالله غضنفر پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د خپلې کورنۍ په استازيتوب ددې ولايت له فرهنګيانو، اطلاعاتو او فرهنګ رياست او ولايت مقام څخه مننه وکړه، چې واټ يې د پسرلي په نوم ونوماه .
د هغه په وينا، اوس هم خلک پر داسې ارزښتونو پوهېږي او د قلم د خاوندانو ياد ساتي.
د فرهنګيانو په استازيتوب ګل رحيم نيازمند پژواک اژانس ته وويل، چې استاد پسرلى پر دوى ډېر حق لري او بايد چې دوى يې ادا کړي.
هغه له ولايتي چارواکو مننه وکړه، چې د فرهنګيانو دغه غوښتنه يې ومنله.
استاد صديق پسرلی د رمضان خان زوی، په ۱۳۰۷ لمريز کال کې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې زېږېدلی، د ژوند لومړني څلور کاله يې په خپل زېږنځای کې تېر کړي او وروسته له خپلې کورنۍ سره کندوز ولايت ته کډه شوی دی.
استاد پسرلي د کندوز په شېر خان لېسه کې تر منځنيو زده کړو وروسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې يې تلپاتې اثار وپنځول.