لښکرګاه (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون ١٤ هغه کسان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي، چې د ماين جوړولو روزنه ورکول کېده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د سلواغې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه پرون مازديګر د انځرشاه په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړى زياتوي، د ماين په دې چاودنه کې د ماين جوړولو پاکستانى روزونکى او د ملا دادالله په نوم يو قوماندان هم وژل شوي دي.
د ځواک په وينا، دلته د ماين جوړولو فابريکه وه او د دې چاودنې له امله نور ماينونه هم چاودېدلي دي.
دغه راز د هلمند د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، چې په مارجې ولسوالۍ کې يې د ضمير په نوم د وسله والو يو قوماندان وژلى دى.
د ده په خبره، د ګرشک په ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال پنځوس ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو قاري يوسف احمدي وايي، چې په مارجه کې يې د کمين په ترڅ کې پنځه پوليس وژلي دي.