غزني (پژواک ۲ سلواغه ۹۲): په غزني کې د نوري فايبر پروژې په پرانيستو سره به د دغه ولايت ۵۰۰۰ کورنۍ د افغان ټيلي کام له ټيلېفوني او انټرنېټي اړيکو برخمنې شي.
دغه پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزير اميرزي سنګين له لوري پرانيستل شوه.
سنګين په خپلو خبرو کې وويل، د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د امنيتي ستونزو له امله د پروژې په کار کې ځنډ راغلى و، خو د غزني خلک اوس کولى شي ارزانه ټيلېفوني اړيکې او DSL انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسى ولري او د نورو شبکو په پرتله يې په ټېټه بيه واخلي.
هغه زياته کړه، په دې پروژه اوه ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.
نوموړي د غزني له خلکو وغوښتل چې د افغان ټيلي کام له خدمتونو ګټه واخلي، څو يې پيسې د بهر پر ځاى د هېواد بوديجې ته ولاړې شي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارته وغوښتل، چې د افغان ټيلي کام خدمات هغو ولسواليو ته وغځوي، چې له ټيلېفوني اسانتياوو بې برخې دي.
د غزني خلک د افغان ټيلي کام د پروژې د پرانيستلو هرکلى کوي.
د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې د نورو ټيليفوني شبکو په پرتله د افغان ټيليکام ټيلېفوني او نوري فايبر د انټرنېټ بيه ډېره ټيټه ده.
نوموړي زياته کړه، اوس د غزني ډېرى خلک د نورو مخابراتي شبکو له انټرنېټي خدماتو کار اخلي، چې بيه يې په پرتليز ډول لوړه ده.
د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس انجنير عين الدين وايي، دوى به په نږدې راتلونکي کې ٥٠٠٠ لينه ټيلېفونونه او ورسره تړلې انټرنېټي اسانتياوې پېرودونکو ته وړاندې کړي.
په غزني کې د نوري فايبر شبکې کار څلور کاله مخکې پيل شوى و، خو امنيتي ستونزې يې په مخ کې خنډ وې.
اوسمهال په غزني کې د افغان ټيلي کام دولتي شرکت تر څنګ د افغان بيسيم، روشن، اېم ټي اېن او اتصالات مخابراتي شرکتونه هم فعاليت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP