Language

نادعلي کې ځانمرګى موخې تر رسېدو مخکې ووژل شو

لښکرګاه (پژواک ۸ سلواغه ۹۲): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې يو ځانمرګى موخې تر رسېدو مخکې وژل شوى دى.

د هلمند د امنيه  قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول  سمونوال عبدالا حد چوپان د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن دولس بجې  د نادعلي ولسوالۍ د نورمحمد په نوم کلي کې يو ځانمرګى موخې ته تر رسېدو مخکې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د بريد کوونکي موخه د نادعلي ولسوالۍ د پوليسو قوماندان عمرجان و، چې بريدګر لومړى پر هغه  ډزې وکړې او بيا يې ځان ته  چاودنه هم ورکړه.

چوپان وايي، چې د نادعلي امنيه قوماندان له دغه بريده روغ وتلى دى.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.  

Related Topics