Language

د فريدون مومند د کور مخې ته ځانمرګى بريد وشو

جلال اباد (پژواک ١٠ سلواغه ٩٢): د جلال اباد ښار د بهسودو پله شمال لور، د ولسي جرګې د وکيل فريدون مومند د کور مخې ته ځانمرګى بريد شوى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار ٩ بجې او پنځه دقيقې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدګر پلى و او غوښتل يې چې د فريدون مومند کور ته دننه شي، خو ساتونکو پېژندلى او ډزې يې پرې کړې دي.انفجار

مشرقيوال وايي، چې د ساتونکو له ډزو سره سم ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړې او وژل شوى دى.

عيني شاهدان وايي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او تر لرې سيمو يې غږ اورېدل شوى، د چاودنې له امله د نږدې دوکانونو او کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.

فريدون مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځانمرګي بريد پر مهال دى په کور کې و.

هغه زياته کړه، بريدګر غوښتل ، چې د ده کور ته ننوځي او په کور کې دننه ځانمرګى بريد وکړي.

نوموړي وويل، چې دغه کار د اسلام او د هېواد دښمنانو ترسره کړى دى.

د مومند په وينا، په دې پېښه کې دوى ته هېڅ ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه بريد په داسې حال کې شوى، چې نن سهار د دغه ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د پوليسو او امنيت پر ودانيو د موټر په وسيله ځانمرګى بريد وشو ، چې له امله يې دوه پوليس ووژل شول.

د دغه بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.