Language

مزارشريف (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): د واورې ورښت له امله  د بلخ ولايت په حيرتان بندر او مزارشريف ښار کې ټولې سترې سوداګريزې چارې په ټپه درېدلې دي.

د بلخ ولايت دولتي چارواکي وايي، چې د تېرو دوو ورځو پرله پسې ورښتونو له امله د دغه ولايت اړوند ټولې ترانسپورتي او سوداګريزې چارې ګډوډې شوې دي.

د بلخ د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي د سلواغې په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرو دوو ورځو د پرله پسې ورښتونو له امله د بلخ ولايت سترې سوداګريزې چارې په ټپه درېدلې دي.

نوموړي زياته کړه: ((له تېرو دوو ورځو د حيرتان بندر له لارې صادرات او واردات نه کېږي او مزارشريف ښار کې ټول ستر سوداګريز شرکتونه او مارکېټونه بند دي.))

د هغه په وينا، که څه هم په حيرتان بندر کې د واورې د ورښت تر څنګ د برېښنا د نشتوالي ستونزه هم وه؛ خو په عمومي توګه د تېرو ورځو د واورې د پرله پسې ورښتونو له امله سوداګريزې چارې له خنډ سره مخ دي.

يونسي وويل، چې هره ورځ به په منځنۍ کچه له حيرتان بندر له لارې ۲۵۰ واګونه بېلابېل توکي واردېدل، هر واګون نږدې ۶۰ ټنه مواد لېږدوي؛ خو د واورو د ورښت له امله له تېرو دوو ورځو يو واګون هم نه دی وارد شوی.

د حيرتان بندر رييس قاضي نجيب الله هم پژواک ته وويل، چې په حيرتان بندر کې د وارداتو او صادارتو تر څنګ ټولې سودګرېزې چارې له خنډ سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، چې د واورې د ورښت تر څنګ برېښنا هم نشته، د ښارګوټي ډېری کارکوونکي، چې د مزارشريف اوسېدونکي دي، د مزار- حيرتان د لارې بندېدو له امله کار ته نه شي راتلی.

د هغه په وينا، د همدې ستونزو له امله په ياد بندر کې سوداګريزې چارې له ستونزو سره مخ دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل، دوی هڅې پيل کړې، چې نن د حيرتان بندر د برېښنا ستونزه حل شي.

خو نوموړي زياته کړه، چې د واورې ورښت له امله پيدا شوي ستونزې طبيعي دي، چې دوی يې پر وړاندې څه نه شي کولی.

د هغه په وينا، د ښار په اوږدو کې د واورې ورښت دومره زيات دی، چې د موټرو تګ راتګ هم له خنډ سره مخ وي.

فرهاد وويل، که چېرې د هوا حالات ښه شي نو د بلخ ولايت سوداګريزې چارې به هم بېرته خپل حالت ته راشي.

Related Topics