Language

جلال اباد (پژواک١٥سلواغه٩٢): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې يې د دوو مېرمنو په ګډون  اووه تنه له لاسي بمونو سره يوځاى نيولي دي.

 د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال سمونوال قاري امیر خان لېوال د سلواغې په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن یې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۷ تنه چې پنځه تنه یې نارینه او دوه تنه یې ښځې وې، له لاسي بمونو سره نیولي دي.

 نوموړي زياته کړه، یادو کسانو غوښتل په ننګرهار  ولایت کې چاودنې او د ورانکارۍ کړنې ترسره کړې .

 هغه وايي  : ((دغه کسان د پاکستان د سوات د سیمې اوسېدونکي دي، چې دا مهال په امنیه قوماندانۍ کې تر څارنې لاندې دي.))

 د ده په وينا، یادو کسانو دغه چاودېدونکي توکي له کونړ ولایت څخه ننګرهار ولایت ته رالېږدول، چې په کورولا موټر کې د بهسود پله په تلاشۍ کې د پولیسو له لوري ونیول شول.

 لېوال وايي، د جلال اباد ښار د ښه امنیت په موخه يې په دې ولایت کې د پلټنې پوستې زیاتې کړې دي، ترڅو د پېښو مخه ونیول شي.

 ده وویل، چپرهار او پچیر اګام ولسوالیو کې له تېرو څلور ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري چاڼيز عملیات دوام لري.

 ده زياته کړه، په عملیاتو کې یو شمېر سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي او غواړي په پاکو شویوسيمو کې امنیتي پوستې هم جوړې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.