لښكرګا (پژواك ۱۶ سلواغه ۹۲): د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې پوليس به د ولايتي شوراګانو تر څنګ د ولسمشرۍ د کانديدانو د ټاكنيزو كمپاينونو كلك امنيت وساتي.
امينه قوماندان بريد جنرال محمدحكيم انګار دغه څرګندي د سلواغې په ۱۶مه پوليسو ته د سالمې مشورې وركولو په موخه په جوړه شوې غونډه كې وكړې.
هغه زياته کړه، چې پوليس به له هېڅ نوماند څخه د ټاكنيزو كمپاينونو او رايي اچونې پر مهال ملاټر ونه كړي، بلكې په عادلانه ډول به د ټولو کانديدانو له ټاكنيز بهيره ساتنه كوي.
نوموړي وويل، دې غونډه ته يې قومي مشران او ديني عالمان رابللي تر څو له هغوى د پوليسو په اړه مشورې واخلي، څو خپل کارونه په ښه او مسلکي توګه پر مخ بوځي.
انګار زياته كړه، چې پوليس اوس ملي شوي په قوم، ژبې او سيمې پورې اړه نه لري او كه چېرې داسې يو عمل په كې وليدل شي له ټاكل شوو اصولو سره سم به سزا وركړل شي.
په همدي غونډه كې يوه قومي مشر اهل الله عبيدي پژواک ته وويل، كه دولت غواړي پوليسو مسلكي شي، له فساد او نورو ناوړه كارونو وژغورل شي، معاش دې پر خپل وخت وركړل شي، تشويقي پروګرامونه دې ورته جوړ شي او د وژل كېدو او ټپي كېدو پر مهال دې د هغوى له كورنيو سره مرسته وشي.
په دغه ولايت كې د حزب اسلامي استازي حفيظ الله حقيار هم وويل، چې د تېرو كلونو په پرتله اوس پوليس مسلكي شوي او د جرمونو د مخنيوي ترڅنګ تر ډېره د جګړې پر مهال قرباني وركوي.