غزني ښار(پژواک ۱۷ سلواغه ۹۲) د غزني د محکمې رييس وايي، چې ددې ولايت په ١٤ ولسواليو کې د نا امنيو له امله قاضيان نه لري.
د محکمې رييس خواجه مير صمد حقداد له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل ، چې دوى يواځې په څلورو ولسواليو کې قاضيان لري.
هغه زياتوي، چې په پاتې ١٤ نورو ولسواليو کې قاضيان نه لري او خلک د خپلو قضيو د پرېکړو لپاره ښار ته راځي.
د حقداد په وينا، په ولسواليوکې د خراب امنيتي حالت له امله قاضيان دې ته زړه نه ښه کوي، چې په ولسواليو کې دندې ترسره کړي.
نوموړى وايي، چې د ولسواليو اوسېدونکي د خپلو حقوقي مسايلو د هواري په موخه ښارته راځې اوخپلې پرېکړې په ښاري محکمو کې کوي.
د محکمې رييس وويل،چې که په ولسواليو کې د قاضيانو امنيت ټينګ نه شي او هغوى ته د کار زمينه برابره نه شي، نو خلک به له سختو قضايي ستونزو سره مخامخ شي.
دى وايي، په دې حالت کې خلک اړ دي، چې خپلې قضيې د جرګواو مرکو له لارې هوارې کړي.
څه موده وړاندې د غزني داستېناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيدعابد هم پژواک ته ويلي و، چې د قاضيانوترڅنګ په ګڼ شمېر ولسواليو کې څارنوالان هم نشته ، چې له مله يې خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ شوي دي.
بلخوا د غزني د يو شمېر سېمو اوسېدونکي خپلې قضيې او دعوې پر وسله والو طالبانو حل کوي.
د ګيرو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي الله نور ، چې د ښار محکمې ته يې خپله دعوه راوړې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې نه قاضي شته او نه هم څارنوال .
هغه زياته کړه : (( دوه کاله کېږي چې د تره زوى سره د ځمکې پر سر دعوه لرم او له تېرو دوو کلونو راهيسې ښاري محکمې ته راځم.))
دى وايي، چې قاضيان يې هم په نن او سبا کې غولوي او له تېرو دوو کلونو راهيسې ډېر مالي زيان ورته اوښتى دى.
الله نور وايي، دى او نور خلک اړ دي ، چې خپلې دعوې وسله والو ته وړاندې کړي او پر هغوى پرېکړې وکړي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي ، چې له ناوې ولسوالۍ پرته په ټولو ولسواليو کې دولتي ادارې فعاله دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دغو ولسواليو ته چې ولسوال، امنيه قوماندان او نور چارواکي ځي ، نو قاضيان هم بايد ولاړ شي .
د نوموړي په وينا، امنيتي ستونزې نشته، قاضيان چې نه ځي دا بېله خبره ده.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پرون په غزني ښار کې خبريالانو ته وويل، چې د ولسواليو امنيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوى دى.
د غزني ولايت ۱۸ ولسوالۍ لري، چې د زياتره ولسواليو له مرکزونو پرته ،په نورو ټولو سيموکې وسله وال طالبان حاکم دي.