کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): ولسمشر کرزي د جرمني د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې يو ځل بيا له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون په اړه پر خپل دريځ ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي په ارګ کې د المان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتاين ماير سره په ليدنه کې يو ځل بيا له امريکا سره د امنيتي سند د لاسليک په اړه د افغانستان پر هميشني دريځ ټينګار کړى دى.
ولسمشر وويل، چې د سولې د پروسې ښکاره او عملي پيل او دغه راز د افغانانو د کورونو خونديتوب د دغه سند د لاسليک لپاره اصلي شرطونه دي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير، د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي او دفاعي سند د ژر تر ژره د لاسليکولو لپاره د خپل هېواد هيله څرګنده کړه او ويې ويل: ” د دغه سند لاسليک، په افغانستان کې د نړيوالو د غير جګړيز ماموريت له ادامې سره مرسته کوي.”
په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پر پراختيا خبرې اترې وکړې او ولسمشر کرزي، جرمني د افغانانو پخوانى دوست وباله او له افغانستان سره د دغه هېواد له مرستې يې مننه وکړه.
د جرمني د بهرينو چارو وزير، د افغانستان په پراختيا او بيارغونه کې د خپل هېواد پر ژمنې ټينګار وکړ او د افغانستان د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره يې د چمتووالي هر کلى وکړ.
په دغه ناسته کې د جرمني د بهرنيو چارو وزير، په بېلابېلو ډګرونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ تر څنګ وويل، چې دوى دغه راز د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې، مرستې ته تيار دى.
د ويلو ده، چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني نن په کابل کې د جرمني د بهرنيو چارو وزير سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې له امريکا سره د دفاعي او امنيتي سند په متن کې به هيڅ ډول بدلون رامنځته نه شي او ولسمشر کرزى هيله من دى، چى دغه سند د جمهوري او ولايتي شوراګانو له ټاکنو وړاندې لاسليک شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن