Language

يان کوبيش: که افغانستان امنيتي سند لاسليک کړي، نو نړيوالې مرستې به زياتې شي

جلال اباد (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٢): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازى او د يوناما مشر يان کوبيش وايي، چې که افغانستان له امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي، نو نړيوالې مرستې به زياتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٢مه، د جلال اباد په قصر کې د ننګرهار له والي مولوي عطاء الله لودين سره دليدنې پر مهال کړې دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د يوناما مشر له يوه پلاوي سره نن جلال اباد ښار ته راغلى و.

دده په خبره، چې د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين ددې ولايت په وضعيت هر اړخيزه خبرې وکړې او زياته يې کړه ، چې دامنيت ټينګول او له فساد سره مبارزه ددوى په لومړيتونو کې دي.

  لودين زياته کړه : ((د  تېرو درېيو مياشتو په موده کې موږ ښې لاسته راوړنې لرو، چې په دغه موده کې د خلکو ملاتړ له دولت څخه زيات شوی او امنيت هم ورځ تر بلې په ښه کېدو دی.))

نوموړي وويل ، چې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ننګرهار ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې د ټاکنو د سايټونو امنيت نيول شوی او په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتي ګواښونو له امله عمليات هم ترسره شوي ، چې تر پخوا يې امنيت اوس د ډاډ وړ دی.

د ملګرو ملتونو استازي او د يوناما مشر يان کوبيش وويل ، چې د ننګرهار ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونوپه دې ولايت کې ښه حکومتداري رامنځته کړې او د ملګرو ملتونو او نورو موسساتو امنيت يې په ښه شان نيولی.

هغه هيله څرګنده کړه، چې که د کابل او واشنګټن ترمنځ  امنيتی تړون لاسليک شي، نو د نړيوالې ټولنې مرستو کې به نور هم زياتوالی راشي
کوبيش وويل ، چې ملګرو ملتونو په افغانستان او سيمه کې د ډاډ من امنيت راوستلو په موخه يو څه پروګرامونه پيل کړي ، چې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان حکومتونو سره يې يو څه خبرې هم شريکې کړي ، چې د ده په وينا، ښې پايلې به ولري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.