غزني (پژواک٣٠ سلواغه ۹۲): غزني د ))اسلامي فرهنګ پلازمېنه(( په نوم د نمانځغونډې په وياړ نيول شوو امنيتي تدابيرو د دغه ولايت يو شمېر خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
د ياد ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې د غزني مرکز ته د راتګ پر مهال په لويو لارو کې د پوليسو تلاشۍ زياتې شوې او دغه کار د ساعتونو لپاره دوى ځنډوي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ يوه موټر چلوونکي محمد عالم پژواک ته وويل، چې ښار ته نږدې د پوليسو پوستې جوړې شوې او د امنيت لپاره سخته تلاشي کوي، چې خلک يې د ساعتونو لپاره درولي وي.
نوموړى وايي: ((سهار مې له خپل کلي حرکت کړى، خو اوس چې ۱۲ بجې دي، لا هم ښار ته نه يم رسېدلى، ښار ته نږدې د پوليسو پوسته جوړه شوې، چې د تلاشۍ لپاره په کې په لسګونه واړه اوغټ موټر ولاړ وي او څو چې تلاشي ورنه کړي ښار ته د تګ اجازه نه ورکوي.))
نوموړى وايي، چې په يو شمېر موټرو کې ناروغان هم وي، چې ښار ته د درملنې لپاره وړل کېږي خو هغوى مجبور دي، چې دلته د تلاشۍ لپاره ډېر وخت په تمه پاتې شي.
د ګيرو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نورالله، چې د ورځنيو چارو لپاره ښار ته راغلى، پژواک ته وويل، په کوم موټر کې چې دى ښار ته راغى، نږدې دوه ساعته د پوليسو د تلاشۍ په نتظار ولاړ و.
هغه وايي: ((له نيمايي زياته ورځ مو پر تلاشۍ تېره شوه، هغه خلک چې په سودا اخيستلو پسې راغلي څه وخت سودا وکړي اوڅه وخت بېرته کلي ته ولاړ شي.))
نورالله وايي، د غزني ترسره کېدونکي مراسم د دغه ولايت د خلکو وياړ دى خو يادونه کوي، چې په دې تړاو امنيتي تدابير په ځينو مواردو کې ستونزې جوړې کړې دي.
د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي حقداد، چې ناروغ يې د درملنې لپاره د غزني ښار ته راوړى و، پژواک ته وويل: ((نږدې وو چې خپل ناروغ له لاسه ورکړم، پوليسو راته اجازه نه راکوله، هغوى ويل چې ستا ناروغ نه، بلکې امنيت مهم دى.))
په ورته مهال د غزني يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د پوليسو له خوا د تلاشيو پر مهال وهل او ډبول شوي دي.
عبدالحليم چې د غزني ښار او د ده يک د لارې موټر چلوونکى دى وايي، تېره ورځ يې غوښتل ښار ته راشي چې په لاره کې د پوليسو له لوري له دې امله ووهل شو، چې ښايي له وسله والو سره اړيکه لري.
حليم وايي: ((له ما سره ښځينه ناروغانې وې، کله چې مې پوليسو ته وويل، له ما سره ناروغان دي، زموږ تلاشي ژر واخله، ولاړ شو نو سپکې سپورې يې راته وکړې او په دې تور يې ووهلم چې ګواکې له طالبانو سره اړيکې لرم.))
غوښتل مو چې په دې اړه د امنيتي چارواکو نظر واخلو، خو ونه توانېدو.
بلخوا د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته وويل، د ولسواليو پر لويو لارو باندې د پوليسو له لوري ځکه تلاشي اخيستل کېږي چې د ممکنه پېښو مخنيوي وشي.
ننګ، د يو شمېر لارويو دا ادعاوې رد کړې، چې ګنې پوليس يې ځوروي.
هغه وايي: ((د امنيتي ځواکونو له لوري د دې لپاره تلاشۍ روانې دي چې د غزني مراسم په ښه امنيت کې ترسره شي، اوس ټولې لارې خلاصې دي خو د دغو مراسمو په ورځ به د کابل-کندهار له لويې لارې پرته د ټولو ولسواليو لارې وتړل شي.))
د والي وياند شفيق ننګ وايي، چې خلک هم له پوليسو سره ښه چلند نه کوي او د دې پر ځاى چې پوليسو ته تلاشي ورکړي، هڅه کوي چې له تلاشۍ څخه تېښته وکړي.
غزني په ٢٠٠٧ م کال د ليبيا په طرابليس ښار کې د اسلامي ثقافت مرکز ونومول شو او په ٢٠١٣ م کال کې يې د افغان حکومت له لوري ابتدايي نمانځغونډه ترسره شوه.
ټاکل شوې د کب په څلورمه د اسلامي ثقافت د دغه مرکز رسمي نمانځغونډه ترسره شي، چې پر افغان چارواکو سربېره به په کې د يو شمېر نورو هېوادونو چارواکي، اشخاص او سيلانيان هم برخه واخلي.