Language

شېرزى:  زه د هيچا په ګټه نه تېريږم

کابل(پژواک٢کب٩٢) : د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ګل اغا شېرزي د يوشمېر بهرنيو رسنيو هغه راپورنه رد کړل ، چې ګويا دى د کوم کانديد په ګټه تېريږي .

د ولسمشريز ټاکنو کانديد محمد شفيق  ګل اغا شېرزي نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل ، چې يو شمېر بهرنيو رسنيو راپورونه خپاره کړي ، چې شېرزى د ولسمشرۍ د بل کانديد زلمي رسول په ګټه تيريږي .

شېرزى وايي : ((زه د هيچا په ګټه نه تېريږم او تر اخرې ورځې پورې خپله مبارزه جاري ساتم.))

شيرزى زياته کړه ، چې د سولې ، امنيت او په رغنيزو برخو کې د پام وړ برنامې لري او هيڅ مهال د بل کانديد په ګټه نه تېريږي .

دى وايي : ((هغه کانديد به د بل کانديد په ګټه تېريږي ، چې برنامې نه لري .))

شېرزي له حکومت څخه غوښتنه وکړه ، چې د کانديدانو پروړاندې يو شان چلند وکړي او له يو مشخص کانديد څخه ملاتړ ونه کړي .

دغه راز نن په يوه بله خبري غونډه کې د درېيم بهير په نوم مدني بنسټ وويل ، چې د ولسمشريز ټاکنو له هيڅ يوه کانديد څخه ملاتړ نه کوي .

د ياد شوي بنسټ مشر احمدرشاد منګوري وويل ، چې له شک پرته به راتلوونکې ټاکنې له امنيتي او جوي ستونزو سره مخ وي .

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه ، چې يادو ستونزو د حل لپاره اړينه زمينه برابره کړي او د سولې راوستو لپاره هلې ځلې چټکې کړي .

دغه راز نن په کونړ کې د ولسمشرۍ د بل کانديد اشرف غني احمدزي په ملاتړ هم نن غونډه وشوه .

په ياده غونډه کې ، چې د کونړ د بېلابېلو سيمو زرګونو کسانو ګډون درلود د احمدزي د کمپاين ولايتي مسوول جماالدين له خلکو غوښتنه وکړه ، چې اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي .

هغه وويل ، چې احمدزى هغه کس دى ، چې کولاى شي افغانستان له اوسنيو ستونزو خلاص کړي.

دا لومړي ځل دى ، چې په کونړ کې د اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه جوړيږي .

په ياده غونډه کې يو شمېر نورو پخوانيو حکومتي چارواکو او د ملي شورا غړيو هم ګډون درلود .

د ولسي جرګې غړى ارين يون وويل ، چې ټول بايد اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي ، ځکه غني له اداري فساد ، خيانت او د ځمکو له غصب څخه پاک او په نړيواله کچه پېژندل شوى شخص دى .

ا