Language

جلال اباد (پژواک٢کب٩٢): په ننګرهارکې د سيرت سيالۍ د ٤٠٠ ګډونکوونکو څخه يې د لومړي مقام ګټونکې يوه نجلۍ اعلان شوه.

څو اونۍ وړاندې په ننګرها ر کې د دوو سيمه ييزو رسنيو تابان تلويزون او مينه راډيو له لوري د سيرت سيالۍ پر لاره اچول شوې وه، چې شا او خوا څلورو سوو هلکانو او انجونو په کې ګډون کړى و.

د تابان تلويزون مسوول اکمل ظاهر وويل چې له يادې سيالۍ وروسته په ٤٠٠ کسانو کې د لومړى مقام يوې پيغلې تر لاسه کړ.

نوموړى وايي چې په دغه سيالۍ کې سل سوالونه راغلي وو چې هر سوال يې يوه نومره لرله او يادې پيغلې د ٩٩ نومرو په وړلو سره لومړى مقام خپل کړى دى.

هغه زياته کړه: (( د لومړي مقام لپاره ليپ ټاپ کمپيوټر او يو شمېر نورې ډالۍ ، د دوهم مقام لپاره ډيسک ټاپ کمپيوټر او نورې کوچنۍ ډالۍ او د درېيم مقام لپاره موبايل سيټونه او يوشمېر نورې کوچنۍ ډالۍ ورکړل شوې))

اکمل ظاهر وايي چې له لومړي مقام څخه تر ٤٠ مقام پورې ټولو ته ډالۍ ورکړې.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک اژانس ته د يادې سيالۍ پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په ننګرهار کې د دا ډول سياليو جوړول ځوانان د نبي کريم ص د سيرت سره اشنا کوي.

نوموړى وايي: (( د خوشحالۍ خبره دا ده چې لومړى مقام يوې پيغلې ګټلى، زه پر ټولو ځوانانو غږ کوم چې له دغې پيغلې دې زده کړي))

ګرديوال پر نورو رسنيو هم غږ وکړ چې دا ډول خبرونې دې پر لاره واچوي او ځوانان دې ښې راتلونکي ته متوجه کړي.

د غونډې يوه بل ګډنوال انجينر سيد نعمان هم د يادو دوو سيمه ييزو رسنيو له مسوولينوهڅې وستايلې او زياته يې کړه چې ځوانان بايد په دا ډول سياليو کې برخه واخلي.

دى زياتوي: (( دغه سيالۍ ډېره ګټه لري، ځکه له يوې خوا به ځوانان د محمد ص له سيرت سره اشنا شي او له بله خوا به ډالۍ هم ترلاسه کړي))

د لومړي مقام ګټونکې پيغله واحدې خوښي ښيي چې د کوښښ ثمره ويني او نوموړې وايي چې په راتلونکي کې هم په پام کې لري چې په ورته سياليو کې ونډه واخلي.

واحدې وويل: (( ما ته لومړي مقام دا ډاډ راکړ چې زه کولى شم له دې په سختو سياليو کې ونډه واخلم.))

ياده دې وي چې په ننګرهار کې دا لومړى ځل دى چې د سيرت سيالي ترسره کيږي او لومړى مقام يې يوه پيغله تر لاسه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.