Language

ځانمرګي بريد د ايساف څلور سرتېري ټپيان کړي

لښکرګاه (پژواک١٠ کب ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې ځانمرکي بريد څلور بهرني سرتېري ټپيان کړي دي.

د ياد ولايت د والي وياند عمر ځواک د کب په ١٠مه پژواک خبري اژاني ته وويل، چې دغه بريد تېره ورځ ناوخته د نادعلي ولسوالۍ په شاول مانده سيمه كې د بهرنيو پوځيانو مرکز ته څېرمه د هغوى پر موټرو شوى دى.

ځواک وايي، په دغه بريد کې څلور بهرني پوځيان ټپيان شوي او بل چا ته په کې زيان نه دى رسېدلى.

په کابل کې دايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې پرون يې دافغانستان په سويل کې يو سرتېرى وژل شوى دى.

خو ايساف دا نه دي ويلي چې دا سرتېرى په کومه پېښه کې وژل شوى او زياتوي چې دوى د خپلو ټپيانو په اړه رسنيو سره معلومات نه شريکوي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد د عبدالقادر مهاجر په نوم د دوى يوه جنګيالي کړى دى.

هغه وايي، چې په دې پېښه کې دوه ټانګونه ويجاړ شوي او ۱۰ بهرني سرتېري په کې وژل شوي دي.

ايساف تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Related Topics