لښکرګاه (پژواک١٠ کب ٩٢): په هلمند كې د ولسمشريزو ټاکنو د دوو کانديدانو، ډاکټر زلمي رسول او اشرف غني احمدزي په ملاټر غونډې ترسره شوې.
دغه کمپانيزې غونډې د کب په ١٠مه د ياد ولايت په مرکز کې د دغو دوو کانديدانو د کمپاين د مسوولينو په شتون کې ترسره شوې.
په هغې غونډه کې چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ جوړه شوې وه، سلګونه مېرمنو برخه اخيستې وه.
په ياده غونډه کې د ملکې په نوم يوې مېرمنې وويل، چې افغانستان ښې راتلونکې ته اړتيا لري او د هغې په وينا، چې د دې لپاره د اشرف غني په څېر مشر ته اړتيا ده.
هغې وويل: ((ډاكتر اشرف غني په نړيواله كچه په اقتصادي چارو كې ښه پوه لري او افغانستان هم اړتيالري، چې د نورو چارو د سمون ترڅنګ اقتصادي جوړښت ته پوره پاملرنه په کې وشي.))
بلخوا په يوه بله غونډه کې سلګونه کسانو له ډاكتر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او هغه يې د دوى په وينا د افغانستان لپاره ښه مشر وباله.
په دې غونډه کې د هلمند يوه اوسېدونکي شېرن شيدا وويل: ((ډاكتر زلمى رسول په بهرني سياست كې ښه تجربه لري او کولاى شي له نړيوالو سره د افغانستان اړيکې تنظيم کړي.))
د يادولو ده، په تېرو څو ورځو كې په هلمند کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ټاکنيزې مبارزې او هلې ځلې زياتې شوې دي.