Language

په بلخ کې د دوو کانديدانو لوى انځورونه ورک او سوځول شوي

مزارشريف (پژواک ١٨ کب ٩٢): د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله يو بينر سوځول شوی او د ډاکټر اشرف غني احمدزي يو بينر ورک شوی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې دمه دوی ته په دغه ولايت کې د ټاکنيزو مبارزو په اړه شپږ شکايتونه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه شکايتونه د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې شوي، چې د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو د سترو بينرونو سوځول، ورکېدل او همداراز د ولايتي شوراګانو د مباريزينو وهل ټکول په کې شامل دي.

د هغه په وينا، په شوو شکايتونو کې د ولسمشريزو ټاکنو د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د بينر سوځول شامل دي.

ارمان وويل، چې دغه پېښه تېره اونې په دهدادي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې همدا راز په خلم ولسوالۍ کې د تېرې اونې په ترڅ کې د ولسمشريزو ټاکنو د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي يو بېنر ورک شوی دی.

پژواک خبري اژانس په بلخ ولايت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزو مبارزو له دفتر سره بار بار اړيکه ونيوله، خو نوموړي کانديد د ټاکنيزو مبارزو د سوځېدلي بينر په اړه معلومات ترلاسه نه کړای شول.

خو په دغه ولايت کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو مبارزو مسوول ايشان شمسي پژواک ته په خلم ولسوالۍ کې د نوموړي کانديد د ټاکنيزو مبارزو د يو ستر بينر د ورکېدو پخلی وکړ.

نوموړي زياته کړه، د دوی بينر په داسې توګه کلک شوی و، چې د باد او باران وس پرې نه کېده.

د هغه په وينا، دوی پوهېږي، ځيني خلک شته، چې د ډاکټر اشرف غني د روانو ټاکنيزو مبارزو پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅې کوي؛ خو د چا نوم يې په ډاګه نه کړ.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول ارمان وويل، چې همداراز دوی ته شکايتونه رسېدلي، چې د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني پوسټرونه څېرې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په اړه هم شکايتونه شوي، چې ډېری د پوسټرونو د شکولو او د يو بل د پوستر د پاسه د پل پوسټر لګول دي.

د هغه په وينا، د ولايتي شوراګانو د مبارزو په ترڅ کې د وهلو ټکولو يو شکايت هم ثبت شوی دی.

د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان وويل، چې په دغه ولايت کې له دې وروسته د شکايتونو د کمېسيون استازو هم کار پيل کړی، چې په نږدې موده کې به په ځانګړې ودانۍ کې خپلې چارې پيل کړي.

Related Topics