اسعد اباد (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د کونړ والي وايي، چې د غازي اباد په پېښه کې د ملي اردو د شپږو تښتول شويو سرتېرو له ډلې يې دوه تنه راخوشې کړي دي.
وسله والو طالبانو کابو درې اونۍ وړاندې (د کب څلورمه) د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل، چې له امله يې ٢١ سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور تښتول شوي وو.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله نن پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد سرتېري نن د قومي مشرانو په همکارۍ راخوشې شول.
ده زياته کړه، په راخوشې شويو سرتېرو کې يو د پنجشېر او بل د کندوز اوسېدونکى دى.