Language

ماين چاودنې شپږ ملکي وګړل ووژل

لښکرګاه (پژواک ۲۲ کب۹۲): د هلمند چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې ولايت د موسی کلا ولسوال محمد شريف خان د کب په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه  ۱۲ بجې د دې ولسوالۍ اړوند په شهبان سيمه کې د ملکي وګړو پر  سراچه  ډوله موټر د ماين چاودنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ څلور غړي (دو مېرمنې، يو ماشوم او يو سړى) او دوه تنه نور (پلار او زوى) وژل شوي دي.

د هغه په وينا، څلور تنه چې د يوې کورنۍ غړي وو، د کجکي ولسوالۍ د زمينداور د سيمې اوسېدونکي او دوه تنه نور بيا د موسى کلا د مرکزي سيمې استوګن وو.

هغه وايي، چې د وژل شويو کسانو جسدونه د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د ياد ماين پړه پر وسله والو مخالفينو واچوله، خو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.