کابل (پژواک،٢٣کب۹۲): په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي مولوي ترخېل او پلويانو يې د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ له نوماند زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان کړ.
ترخېل محمدي د کب په ٢٣مه ددغه غونډې په ترڅ کې،چې سلګونه کسانو په کې ګډون کړى و د ولسمشرۍ نوماند زلمى رسول وړ نوماند وباله.
محمدي په خپلو خبرو کې له زلمي رسول څخه غوښتنه وکړه، چې د برياليتوب وروسته به اسلامي احکامات عملي کوي او له زندانونو به بې ګناه بنديان خوشي کوي.
په دغه غونډه کې د زلمي رسول د انتخاباتي ډلې غړي قيوم کرزي په خپلو خبرو کې وويل، چې ټيم يې د زلمي رسول سره په ګډه دهېواد د پرمختګ لپاره کار کوي.
ده زياته کړه:(( موږ د ولسمشرکرزي د تېرو ١٣ کلنو لاسته راوړنو ته د قدر په سترګه ګورو.))
قيوم کرزى وايي،که زلمى رسول بريالى شو نو اصلاحات به راولي او دده په وينا د موجوده نظام نيمګړي پروګرامونه به بشپړوي.
د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول په خپلو خبرو کې وويل، په افغانانو کې سياسي شعور زيات شوى او دغه شعور ماته زياته اميدواي راکړې ده.
زلمي رسول وويل، تر جنګونو مخکې په هېواد کې د کوچيانو ژوند د اقتصاد لپاره ډېر ګټور وو خو اوس يې ژوند له ستونزو سره مخ دى.
رسول واي: ((کوچيان زياتو ستونزو سره مخ دي، که بريالى شوم د دوى ستونزې به حل کړم.))
د ولسي جرګي لومړي مرستيال ميرويس ياسيني ، زلمى رسول يو دروېش صفته،حليم او سياسي انسان وباله.
ده وويل: (( له زلمي رسول څخه ملاتړ له حق څخه حمايت دى.))
د غونډې په ترڅ کې د ځينو ولايتونو استازو د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول ته د فضيلت پګړۍ ورپه سر شوه.
ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه تر سره شي.