مزارشريف (پژواک ٢٤ کب ٩٢): د بلخ امنيتي مسوولين وايي، چې په مزارشريف كې يې د نوي كال د جشن د نمانځنې او جنډې پورته كولو د مراسمو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.
هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز مزارشريف كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايت مآب جنډه پورته کېږي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.
ټاکل شوې د راتلونکې جمعې ورځ، چې د وري له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، دغه مراسم ونمانځل شي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د کب په ۲۴مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ١٣٩٣ لمريز کال د نوروز جشن د ترسره کېدو په موخه د ځانګړو امنيتي تدابيرو پلان چمتو او د عملي کېدو چارې يې پيل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه، ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت په پوره توګه برخه اخلي.
د هغه په وينا، د ښار شاوخوا يې ۵ امنيتي كمربندونه او ۴ امنيتي شريدونه جوړ کړي، امنيتي چارې يې پيل شوې دي، چې په مرسته يې ښار ته د ننوتو ټولې لارې تر څار لاندې دي.
قادري وويل، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله امنيتي ګواښونه ۹۰ سلنه کم ارزول شوي؛ خو بيا هم هغه سيمې، چې د دولت د مخالفينو د شتون او د ورانكاريو د ترسره كېدو وېره په كې په نسبي ډول شته، سر له اوسه په ګوته شوې او بشپړې يې په كنټرول كې دي.
نوموړي زياته كړه، دغه راز د تېرو کلونو په څېر د مزار- كابل او مزار- شبرغان پر لويو لارو يو شمېر نوې امنيتي پوستې جوړې شوي، چې د کب له ۱۵مې يې چارې پيل کړې دي.
د هغه په وينا، په دغو دواړو لويو لارو د کوچنيو امنيتي پوستو ترڅنګ په تاشقرغان تنګي، چشمه شفا، امام مقري پل او د بلخ ولسوالۍ په څلورلارې كې يې يوه – يوه ستره امنيتي پوسته هم جوړه کړې ده.
قادري وويل، روضې ته نږدې په امنيتي کمربندونو کې پوليس پرته له وسلې د امنيت د ټينګښت چارې پر مخ وړي، چې خلکو ته د ډاډه امنيت ښودلو ښه بېلګه ده.
نوموړي زياته کړه، چې د جشن په ورځ د امنيت په موخه د روضې د دوه كيلومترۍ شاوخوا موټرو ته د ګرځېدو اجازه نشته.
د هغه په وينا، د روضې د جنډې د پورته كېدو له مراسمو وروسته به موټرو ته په ياد واټن كې د ګرځېدو اجازه وركړل شي.
قادري وويل، چې له اوسه د ښار په کمربندونو کې په پوره توګه تلاشۍ پيل شوې، له همدې امله يې له خلكو هيله وكړه، چې مزار ښار ته د ننوتو پر مهال دې د پوليسو د تلاشۍ له امله نه ځورېږي، ځكه دوى د جشن د لا ښه امنيت په موخه اړ دي، چې دغه کار وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د شمال له ډېرى امنيتي ادارو سره يې د نوي كال د جشن د امنيت د ټينګښت په موخه اړيكې نيولې دي.
د هغه په وينا، له اوس څخه د مزارشريف ښار، د كشفي ارګانونو تر پوښښ لاندې راغلی دی.
د دغه ښار اوسېدونکي هم له تېرې يوې اونۍ د کلکو امنيتي تدابيرو پخلی کوي او ترې خوښ دي.
د ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمداجمل پژواک ته وويل، چې له تېرې يوې اونۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د امنيتي ځواکونو له خوا تلاشي روانه ده.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ډول امنيتي تدابير خلک ډاډمنوي او پر خپلو ځواکونو يې باور ډېرېږي.
د هغه په وينا، د تېرو کلونو په پرتله د بلخ ولايت امنيت خورا ښه شوی او دوی تمه لري، که امنيتي تدابير همداسې ګړندي وي نو د نوروز جشن به په ښه توګه ترسره شي.
ټاکل شوې ، چې سږ کال د نوروز مراسم د کابل په پغمان تپه کې هم ترسره شي، حکومت ورته بشپړ تدابير نيولي او اټکل کېږي ، چې ګڼ شمېر بهرني چارواکي هم په کې ګډون کوي.