جلال اباد (پژواک ٢٨ کب ٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې د وسله والو يوه لس کسيزه ډله له خپلو وسلو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.
د ننګرهار ولايت د سولې شورا رييس ملک نذير د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو مخالفينو ياده ډله د قوماندان احمدشاه په مشرۍ له دولت سره يوځاى شوې ده.
د نوموړي په وينا، چې دغو يوځاى شوو وسله والو خپله لس ميله وسله، ماينونه، دری سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او يوه مخابره هم د ډاياګ مسوولينو ته سپارلي.
د سولې شورا مشر وويل، چې له بايوميټرک کتنې وروسته به قوماندان ته تر شپږو مياشتو پورې د مياشتې ديارلس زره افغانۍ او نورو کسانو ته د مياشتې اته زره افغانۍ ورکول کېږي.
د هغه په وينا، د سولې شورا له جوړېدو راهيسې ٣٠٢ تنه د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام مشر ډګروال شاه اقا پژواک ته وويل، چې سږ کال په ختيځ زون کې ٥٧٠١ ميله وسله ډاياګ ته تسليم شوې او همدارنګه په کونړ او ننګرهار کې ٥٩١ کسان د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي.
له دولت سره يو ځاى شوي قوماندان احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې وړاندې يې په شېرزادو ولسوالۍ کې د کورنيو او نړيوالو ځواکونو پر خلاف په بېلابېلو عملياتو کې برخه درلوده.
نوموړي هوډ وکړ، چې تر دې وروسته به د هېواد د پرمختګ او بيارغونې په لار کې له دولت سره يوځاى هلې ځلې کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رد کړه، چې ګوندې تسليم شوي کسان طالبان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP