جلال اباد(پژواک، ٢ ورى٩٣): په ننګرهار ولايت له تېرو څو مياشتو راهيسې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې، چې په ترڅ کې يې لسګونه دولتي او نا دولتي کارکوونکي وژل شوي دي.
د هدفي وژنو ترڅنګ په دې ولايت کې د نا امنيو نورې پېښې هم زياتې شوې دي، چې له امله يې ددې ولايت اوسېدونکي اندېښمن شوي دي.
دوى وايي، چې په هدفي وژنو کې ګڼ شمېر دولتي او عام و ګړي وژل شوي، چې له امله يې د يو شمېر ننګرهاريانو په ذهنونو کې وېره خپره شوې ده.
د چپرهار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى نعمت شريف زى وايي، چې په دې ولسوالۍ کې لسګونه عام وګړي او حکومتي چارواکي په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
نوموړي وويل: (( وسله وال خلک له کورونو اوباسي، يا يې ددروازې مخې ته ووژني او يا يې له ځانه سره بوځي او لرې سيمه کې ووژني. ))
د نوموړي په وينا، دغه راز وسله وال مخالفين د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي په وسله والو بريدونو او ماين چاودنو کې هم وژني.
دى زياتوي، چې وسله وال مخالفين غواړي د هدفي وژنو له لارې په ټولنه کې وېره خپره کړي.
د چپرهار ولسوال قاضي نذير پژواک اژانس ته وويل ،چې په تېر يوه کال کې د ولسوالۍ شپږ دولتي کارکوونکي په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: (( عظيم خان د معارف مدير،محمد زمان د احصايي مدير،سندان مالي او اداري مدير، سيدانصار اجراييه مدير، احمد خان اجراييه مدير او نعيم خان د قوماندانۍ مرستيال په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.))
د ولسوال په خبره، چې په دغه ولسوالۍ کې د تېر يوه کال په جريان کې شاوخوا ٣٦٠ عام وګړي په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې وژل شوي دي.
د ده په وينا، وسله وال د مخامخ جګړې توان نه لري، نو هڅه کوي چې غلچکي بريدونه وکړي او په دا ډول هدفي وژنو خپل شتون ثابت کړي.
د دې ولايت د بهسودو ولسوالۍ د جماليو ددوبندي د کلي يو تن اوسېدونکى قيس وايي ، چې د نوموړي پلار محمد سالم هم د هدفي وژنو ښکار شوى دى.
دى وايي ، د دوى د کور له دروازې سره چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي و ، چې له امله يې پلار ووژل شو.
ده زياته کړه: (( له پلاره مې مخکې ورور هم د ناپېژاندوکسانو له خوا ووژل شو او اوس ما ته هم ګواښونه کېږي.))
نوموړى پر امنيتي ادارو غږ کوي، چې د هدفي وژنو لړۍ چټکه شوې او په دغه برخه کې دې جدي اقدامات وشي .
د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي ربي ګل پژواک اژانس ته وويل ، چې په دغه ولسوالۍ کې هدفي وژنې د پخوا په پرتله زياتې شوې دي.
د ده په خبره ، چې په دغه ولسوالۍ کې له لسو زيات عام او دولتي وګړي وژل شوي دي.
ده زياته کړه: (( زموږ په ولسوالۍ کې د ملي اردو له لسو زيات سرتېري وژل شوي، يو په کې مهم قوماندان هم وژل شوى دى.))
د ده په خبره ، چې په دې وروستيو کې د جومات ملا امام او څلور قومي مشران هم په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
د اچين ولسوال سيدرحمان مومند پژواک اژانس ته وويل ، چې په دغه ولسوالۍ کې د تېر يوه کال په جريان کې د نوموړي مرستيال، څلور د ملي اردو سرتېري، څلور عام وګړي او يو شمېر نور اشخاص وژل شوي دي.
ده زياته کړه: (( نور کسان هم شته ، چې ځينې يې ټپيان شوي او ځينې يې وژل شوي دي .))
د خوګياڼو ولسوال رحمان الله وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې لسګونه دولتي او نا دولتي کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
ده زياته کړه : (( يواځې زموږ په کلي کې پنځه کسان وسله والو ووژل، ځينې يې په ماينونو کې هم وژل شوي دي.))
دى وايي، چې د تېر کال په پرتله د دوى ولسوالۍ د ډېرو وژنو شاهده وه.
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى ډاکټر امين هم خواشيني ښيي او وايي، چې په تېر کال کې لسګونه هدفي وژنې په دغه ولسوالۍ کې ترسره شوې دي.
ده زياته کړه ، چې د سړک پر سر وسله والو هدفي وژنې ترسره کړې دي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکى بيدار وايي، چې په ښار کې له ولسواليو زياتې هدفي وژنې ترسره شوې دي.
د ده په خبره، چې د ښار په لرو څنډو کې مرموزې هدفي وژنې ترسره شوې دي.
دى وايي: (( د ښار په مجبور اباد سيمه کې څلور کسان وژل شوي، همدارنګه د وسله والو له خوا چې کومې چاودنې شوي، په هغو کې هم کسان وژل شوي دي.))
د نوموړي په وينا، چې په دې وروستيو کې په ډله ييزو بريدونو کې هم هدفي وژنې ترسره شوي ، چې لويه بېلګه يې پر لومړۍ حوزې ډله ييز بريد دى.
له تېرو دوو اونيو راهيسې پژواک هڅه وکړه ، چې د ننګرهار د امنيتي ادارو نظر په دې اړه راواخلو، خو پژواک پرې ونه توانيد، يواځې د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د تېر يوه کال په جريان کې ١٦٧ جنايي پېښې ، چې ټولې وژنې دي رامنځته شوې دي.
د چارو يو تن کارپوه متقاعد ډګروال احمد شکور زمان وايي، چې د تېرو دوولسو کلونو په پرتله په ننګرهار کې تېر کال ګڼې مرګ ژوبلې رامنځته شوې دي.
دى وايي، چې وسله وال په افغانستان کې له دغه حساس پړوا څخه ، چې له يوې خوا امنيتي انتقال شوى او له بلې خوا ټاکنې راتلونکې ګټه اخلي او کوښښ کوي چې مشکلات راولاړ کړي.
هغه زياته کړه : (( که چېرې ملي امنيت ته پوره واک ورکړل شي، نو دا مشکلات کميږي، اوس خو ملي امنيت په هاغه اندازه امکانات نه لري په کومه چې پکار دي.))
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي ، چې که څه هم په تېر کال کې يو شمېر پېښې رامنځته شوي، چې د دولتي وګړو تر څنګ په کې عام وګړي هم وژل شوي دي.
ده وويل په ننګرهار کې ټول مېشت افغان امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې په دغه ولايت کې د ګډوډۍ مخه ونيسي.
عبدالزى وايي: (( خو له دې سره په خوا کې په تېر کال کې د سلګونو امنيتي پېښو، ځانمرګو بريدونو او وژنو مخنيوى هم امنيتي ځواکونو کړى دى.))
نوموړي د هدفي وژنو د شمېر د لوړوالي او ټيټوالي په اړه هېڅ ونه ويل، خو زياته يې کړه ، چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي ، چې ناامني له منځه يوسي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن