Language

غزني(پژواک،٢ورى۹۳):د غزني ولايت يو شمېر ښوونکو، ولايتي اداره تورنه کړه، چې په دغه ولايت کې د ښوونکو ښارګوټي د پروژې په عملي کولو کې  ناغيړي کوي.

د غزني ښار د شاه مير ښوونځي يوه ښوونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، څلورکاله کېږي، چې ولايتي چاواکي وايي،د استادانو په ښارګوټي کې نومرې درته وېشل کېږي ، خو تراوسه هيڅ هم نه دي شوي.

نوموړي وايي:((په سلوکې ۸۰ سلنه ښوونکي په کرايه کورونوکې اوسيږي،زموږ معاشونه زموږ ورځني لګښتونه هم نشي پوره کولاى، د کورونو کرايه څنګه ورکړو؟))

عبدالله وايي، دغزني دپوهنې رياست ته، چې هر نوى رييس راشي، نو لومړى خبره يې دا وي، چې ښوونکو ته به يې نومرې وشي، خو تراوسه يوه هم دغه کار نه دى کړى.

د غزني د شمس العارفين ښوونځي يوه ښوونکي رحمت الله پژواک ته وويل، چې په غزني کې د ښوونکود ښارګوټي ټول قانوني کارونه خلاص شوي، نقشه  يې ترتيب شوې، خو نه پوهېږي، چې ولې نه توزيع کېږي.

هغه وايي:((که چېرته دا نومرې ونه وېشل شي، شايد د ښوونکو ښارګوټى د يو شمېر خلکو له له خوا غصب شي.))

رحمت الله وايي، چې اوس هم يو شمېر خلکو په هغه سيمه کې  په خپلسر کورونه جوړکړي ، خو  بيا هم دغه ځمکه د ښوونکو په واک کې نه ورکرل کېږي.

په غزني کې د جهان ملکه په نامه د نجونو د لېسې يوې ښوونکې کبرا پژواک ته وويل، چې څوځله په دې اړه دغزني دولايت مقام او دپوهنې رياست ته ورغلل، خو هغوى يواځې ژمنې کوي. کبرا وايي: ((تېرکال دغزني ښوونکو په دې غبرګون اعتصاب وکړ،خو هيڅ پايله يې نه درلوده.))

هغې وويل، هغه مهال ورته ولايتي چارواکو ويلي و، چې په راتلونکي يوه مياشت کې به له ۳۰۰۰ څخه  زياتو ښوونکو ته نومرې ورکړي ، خو د کال په تېرېدو دا ژمنه نه ده پوره شوې.

خود غزني د پوهنې رييس محمدعابد عابد وايي، چې دښوونکو د ښارګوټي قانوني کارونه نږدې ۹۰ سلنه پاى ته رسيدلي او ډېر ژر به دغه ستونزې هوارې شي.

عابد وايي:(( په غزني کې نږدې ۳۱۰۰ ښوونکي دي ، خو هغه ښوونکي، چې مستحق دي  هغوى ته به ډېر ژر نومرې ووېشل شي.))

نوموړي وويل، په دغه ولايت کې د ښوونکو لپاره ۳۰۰۰ جريبه ځمکه  ځانګړې شوې ، خو  دا ځمکه به اوس يواځې د مرکز سيمو په ښوونکو وويشل شي او په راتلونکي کې به  د ولسواليو د ښوونکو لپاره هم د کورونو لپاره ځمکې ورکړل شي.

د پوهنې رييس وايي: ((د ښوونکو په ښارګوټي يوشمېر خلکو دعوه کړې وه ، خو دولت هغه ځمکه په درېيو علني محکموکې ګټلې او اوس په هغه ځمکه کې هيڅ کومه ستونزه نشته.))

د غزني د ښوونکو ښارګوټى څو کال مخکې د غزني ښار شمال ته په درې کيلومترۍ کې منظور شوى ، خو تراوسه په کې هيڅ ابادي نه ده شوې.

Related Topics