جلال اباد (پژواک ٦ ورى ٩٣): د جلال اباد-کابل د لويې لارې مسافر او موټرچلوونکي د ننګرهار پوهنتون له محصلينو شکايت کوي، چې د لاريونونو پر مهال يې د ساعتونو لپاره دغه لاره تړلې وي.
نن هم له سهاره د ننګرهار پوهنتون لسګونو محصلينو د کابل-جلال اباد لويه لار د درونټې په سيمه کې تړلې وه او غوښتنه يې کوله، چې د دوى په وينا، د ملي امنيت له لوري يې يو نيول شوى ملګرى بايد راخوشې شي.
له کابله جلال اباد ته راتلونکي نصرالدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سهاره په درونټه کې ايسار دى او د پوهنتون محصلينو يې پر مخ لاره تړلې ده.
ده وويل، چې ماما يې مړ شوى او نن يوولس بجې يې جنازه وه، خو د محصلينو له لاريون له امله د خپلو ښځو او ماشومانو سره په درونټه کې بند پاتې دى.
نصرالدين زياته کړه: ((چارواکي دې د دې غم وخوري، ځکه دا څلور ساعته کېږي، چې لاره بنده ده.))
نوموړى وايي، چې د لارې بندېدل د ستونزې هوارېدو لاره نه ده او په کار ده ، چې مشکلات له کومې بلې لارې حل شي.
د ده په وينا، چې د ننګرهار پوهنتون محصلين د ډېرې وړې مسئلې لپاره هم لاريون کوي او په کار ده ، چې مخنيوى يې وشي.
ده زياته کړه: ((دا رنګه محصلين چې خلکو ته زيانونه رسوي بايد له پوهنتونه يې خارج کړي.))
موټر چلوونکى شکرالله بيا د پوهنتون پر چارواکو غږ کوي، چې د محصلينو مخه دې ونيسي.
نوموړى وايي، چې له لغمان څخه يې ناروغ را روان کړى، تر څو د ننګرهار مرکزي روغتون ته يې انتقال کړي، خو د لارې د بندښت له امله ځاى پر ځاى ولاړ دى.
هغه زياته کړه: ((زموږ مريض په موټر کې پروت دى، دا يې پنځم ساعت دى چې موږ ولاړ يو، هره ورځ د ننګرهار پوهنتون محصلين لاره بندوي، اخر تر کومه.))
دى وايي، چې ولايتي اداره بايد په دې اړه يو جدي تصميم ونيسي او نور دې ننګرهار پوهنتون له دغه بحرانه خلاص کړي.
انجنير عابدګل چې د کابل پر لور ځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار پوهنتون چارواکي بايد د هغو محصلينو په اړه جدي تصميم ونيسي کوم چې يادې ستونزې راولاړوي.
نوموړي وويل: ((زه د لوړو زده کړو پر وزارت غږ کوم که چېرې د ننګرهار پوهنتون چارواکي محصلين نه شي اصلاح کولى، د پوهنتون رييس، يو څو استادان او يو څو محصلين دې جبري نورو ولايتونو ته ولېږي، تاسې ګورئ چې دلته کراري راځي او که نه.))
انجينر عابدګل زياته کړه، چې د ننګرهار پوهنتون ډېر کم محصلين دي چې د پرديو په اشاره لاريونونه کوي.
دى وايي، چې په ننګرهار پوهنتون کې د سياسي ګوندونو او احزابو ډلګۍ موجودې دي چې محصلين د خپلو اهدافو لپاره کاروي.
ده زياته کړه: (( يو محصل چې هغه مجرم وي، قتلونه يې کړې وي، ځانمرګي واسکټونه ورسره وي، چې ملي امنيت يې ونيسي دلته بيا محصلين لاريونونه کوي.))
د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې محصلينو نن له سهاره لاريون کړى او د جلال اباد-کابل لويه لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
ده زياته کړه: ((رښتيا هم دا يوه لويه ستونزه ده چې محصلين لارې بندوي، خو موږ اوس ورسره خبرې کوو او د خبرو له لارې دا ستونزه حلوو.))
بلخوا د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکتر محمدصابر مومند پژواک خبري اژانس ته وويل چې بېګاه شپه د پوهنتون له محصلينو سره ناست و او له هغوى څخه يې په بار بار د لاريون د نه کولو غوښتنه کړې ده.
ده زياته کړه: ((نور خو موږ سره هم داسې کوم واک نشته چې په زوره يې اېسار کړو، خو د هر يوه زنې مې نيولې چې لاريون مه کوئ، ځکه دا حالت ډېر ترينګلي دي.))
دى وايي، چې د يو شمېر محصلينو له لوري ګواښونه هم ورته شوي خو ده په پوره حوصله مندۍ سره هغوى ته د لاريون د نه کولو قناعت ورکاوه.
مومند وايي: ((يو شمېر محصلينو لار ويل چې ويې وهئ، په تېږو يې وولئ، مګر ما پوره حوصله مندي کړې، ټول ارګانونه مې په جريان کې کړې دي.))
د پوهنتون د رييس په خبره، چې د ننګرهار پوهنتون شاوخوا ١٣ زره محصلين لري او لاريون کوونکي محصلين شاوخو ١٥٠ کسان دي چې نن يې ډوډۍ هم پرې بنده کړې ده.
ياده دې وي، چې د ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه د عمر په لحاظ دويم پوهنتون دى چې وخت ناوخت په کې ورته لاريونونه رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP