مزارشريف، پلخمرى(پژواک ٦ ورى ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد هدايت امين ارسلا وايي، د برياليتوب په صورت کې به د سولې او ثبات لپاره له طالبانو سره رښتيني مذاکرات وکړي.
ارسلا دغه څرګندونې د وري په ٦مه په مزارشريف او بغلان کې د يوې غونډې پر مهال خپلو سلګونو پلويانو ته وکړې.
په غونډه کې، چې په يو ځايي هوټل کې ترسره شوه، د ارسلا دواړه مرستيالانو هم برخه لرله.
ارسلا په خپلو خبرو کې وويل: ((افغانان سولې ته اړتيا لري او زه به د سولې لپاره رښتيني مذکرات پيل کړم.))
هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د اداري فساد زياتوالي ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې که بريالى شي ښه حکومتداري او سالمه اداره به رامنځته کړي.
ارسلا وايي: ((په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ته ځانګړې پاملرنه په کار ده او زه په خپلو پروګرامونو کې د دې لپاره تګلاره لرم.))
د ولسمشرۍ د دغه نوماند لومړي مرستيال جنرال خدايداد په خپلو خبرو کې وويل، ټيم به يې د بريا په صورت کې د ښه امنيت او ثبات لپاره ډېره هڅه وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزې ته اړتيا ده او دغه کار د دوى په پروګرامونه کې روښانه دى.
په ورته مهال د هدايت امين ارسلا دويمې مرستيالې صفيې صديقي له خلکو غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړې وويل: ((ځيني کانديدان دي، چې د قوم له ادرسه غونډې او کمپاينونه کوي، خو موږ د قوم له ادرسه کمپاين نه کوو.))
هغې د دغه کانديد نوم وانه خيست خو ويې ويل، چې افغانستان ژغورل غواړي او د هغې په وينا دغه کار يوازې د دوى ټېم کولاى شي.
هدايت امين ارسلا نن مازيګر د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې هم په يوه غونډه کې ګډون وکړ او ويې ويل، چې اداري فساد خپل اوج ته رسېدلى او پر وړاندې يې مبارزه يوه ځواکمن حکومت او د خلکو همکارۍ ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، په بغلان کې د طبيعي کانونو او فابريکو شتون ته په پام سره د پانګونې زيات امکانات شته او ددوى ډېره پاملرنه به په دې ولايت کې کانونو، صنعت، کرنې اوبو او برېښنا ته وي.
ټاکل شوې ټاکنې د روان کال د وري په ١٦مه په ترسره شي.