Language

په غزني کې د موټر د چپه کېدو له امله ٢٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دويم تعقيب-غزني (پژواک ٨ ورى ٩٣): د کندهار- کابل پر لويه لاره په غزني ولايت کې د ٣٠٣ډوله موټر د چپه کېدو له امله اته تنه مړه او ١٩ نور ټپيان شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان جنرال زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار په شاوخوا اته نيمو بجو د غزني د مرکز اړوند په ناني سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې ٧ تنه مړل شوي او شل نور ټپيان دي، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هغه په وينا، د موټرچلوونکى تښتېدلى، خو پوليس يې د نيولو هڅې کوي.

د غزني د ولايتي روغتون مشر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې دوى ته اته ټپيان ور وړل شوي، چې څلور يې ښځې او ٣ ماشومان دي.

د ده په خبره، د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى، چې له دې ډلې يوه تن ساه ورکړه.

Related Topics